په نائجېريا كښې ګڼ كسان مرستې ته اړتيا لري۔ رېډكراس

ابوجا 23 دسمبر (اے پي پي) د نائجېريا رېډ كراس وئيلي دي چې په دې هېواد كښې د اوسنو سېلابونو له امله ګڼ شمېر كسان د خوراك كمي سره مخ دي۔ د دې تنظيم له مخې په دې سېلابونو كښې 2 لكه خلق بې كوره شوي دي او په لويه پېمانه زرعي سيمه تباه شوې۔ په دې سېلابونو كښې د دوه سوه څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د مرستندويه ادارې له مخې په دې هېواد كښې ګڼ شمير وګړي مرستې ته اړتيا لري۔ د ځپليو شمېره 20 لكه ته رسيدلې دي۔