تهران 27 نومبر (اے پی پی) ايران كښې د دوه ريل ګاړو خپلو كښې جنګيدو پھ نتيجه كښې د 44 كسانو د وژني نه پس د رېلوے مشر استعفٰي وركړه او درې ملازمان ونيول شول۔د سركاري ټي وي راپور له مخې د ايران په مشهد ښار كښې تېره ورځ د دوه ريل ګاړې خپلو كښې جنګيدلې چې په نتيجه كښې ئې 44 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔ دې …
ايران كښې د دوه ريل ګاړو خپلو كښې جنګيدو پھ نتيجه كښې د 44 كسانو د وژني نه پس د رېلوے مشر استعفٰي وركړه

مزید خبریں
تهران 27 نومبر (اے پی پی) ايران كښې د دوه ريل ګاړو خپلو كښې جنګيدو پھ نتيجه كښې د 44 كسانو د وژني نه پس د رېلوے مشر استعفٰي وركړه او درې ملازمان ونيول شول۔د سركاري ټي وي راپور له مخې د ايران په مشهد ښار كښې تېره ورځ د دوه ريل ګاړې خپلو كښې جنګيدلې چې په نتيجه كښې ئې 44 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔ دې څخه وروستو د رېلوے وزارت دوهم وزير او د رېلوے محكمې مشر محسن پورسيد آګاهي د خپلې چوكۍ څخه استعفٰی وركړه دې نه ځانله په پېښه كښې د ككړ كيدو په تور كښې درې ملازمان نيولې شوي۔محسن پورسيد آګاهي په خپل بيان كښې ووئيل چې زه د دې پیښې څخه وروستو په اخلاقي توګه خپلې چوكۍ څخه استعفٰی وركوم










