کابل ، د دوهم پاك چين افغانستان درې اړخيزه مذاكراتو پايې ته په رسېدو د ترهګرۍ مخنيوي سره په اړوند شريك مفاهمتي يادښت لاس ليك

کابل ۔ 15 دسمبر (اے پی پی) كابل كښې د دوهم پاك چين افغانستان درې اړخيزه مذاكراتو پايې ته په رسېدو د ترهګرۍ مخنيوي سره اړوند شريك مفاهمتي يادښت لاس ليك شو۔ دې نه وړاندې د درې اړخيزه مذاكراتو په مهال د خيالاتو څرګندونه كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل دمنطقې سوكالھ ٬ مستحكم او سولييز سباؤن لپاره مونږ درې واړو هېوادونو له به په ګډه كار كول وي۔ منطقه كښې معاشي پرمختګ او استحكام لپاره د ترهګرۍ په ضد شريكې تګلارې ته اړتيا ده۔ د چین، پاکستان او افغانستان خارجه وزيرانو وانګ ژي ٬ شاه محمود قرېشي او صلاح الدين رباني مذاكراتو كښې د خپلو خپلو پلاويو مشري كوله۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د ترهګرۍ نوغي ويستلو عزم كړې۔ د پاکستان ، چین او افغانستان معيشتونه يو بل سره تړلي دي۔ ده ووئيل غوره اقتصادي نظام به د پاكستان او افغانستان په ګټه وي۔ مونږ له به مرسته او استخباراتي رابطې زياتول وي۔ ده ووئيل د ترھګرۍ د چېلنج تر ټولو غوره حل د روزګار موقعې رامخې ته كول او پرمختګ كول دي۔ ده ووئيل د ګاوندي هېواد په حېث د افغانستان صورتحال پاكستان تر ټولو زيات ځپلې دې۔ د افغانستان اولس د تېرو 40 كلونو څخه عدم استحكام او ترهګرۍ سره مخ دي۔ ده ووئيل پاكستان ټول عمري د افغان مشرتابه په مشرۍ كښې د مذاكراتو ملاتړ كړې دې۔ شاہ محمود قریشی ووئيل مونږ ډېر زر كابل كښې د جناح او لوګر كښی د هسپتالونو پرانسته كوونكې يوو۔ دا دواړه روغتونونه د پاكستان لخوا افغان اولس له ډالۍ دي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت افغانستان سره اړيكې مهمې ګڼي۔ ده ووئيل مونږ په دې وياړ لرو چې د تېرو 4 ليسزو څخه مونږ ددوي مېلمستيا كوو۔ خارجه وزير كابل كښې د شوې دوهمو پاك چين افغانستان درې اړخيزه مذاكراتو پايې ته په رسېدو د ترهګرۍ مخنيوي په حقله شريك مفاهمتي يادښت لاس ليك كړو۔ په دې مهال افغان اولس مشر اشرف غني هم موجود وو۔ وروستو د ګډې خبري كنفرنس ته خطاب كښې شاه محمود قرېشي ووئيل دا درې اړخيزه فورم د ورک فورس د كار استعداد زياتولو او د تېكنيكي مرستې رسنې له كارول كېدې شي۔ ددې فورم د لارې د معلوماتو يو بل سره ګډول به ډېر مهم وي۔ د يو بل د تجربو څخه استفاده كولې شؤ۔ ددې مذاكرتي عمل دوهم پړاؤ كولو له په غوره انتظاماتو كولو خارجه وزير د افغانستان مننه وكړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ د مذاكرتو دې فورم د لارې افغان اولس له د امن ډالۍ راوړلې ده۔ ددې پرېكړه به افغان اولس له كول وي۔ په يو بل د تورونو لګولو هېڅ فائده نشته۔ مونږ له به دوه اړخيزه باور زياتول وي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل مونږ له به د بې وزلۍ په ضد جنګ كول وي۔ مونږ له به منطقه كښې ترهګرۍ ته ماتې وركول وي او دا زمونږ په ګډه ذمه واري ده۔ ده ووئيل زه افغان خارجه وزير ته وايم چې هغه پاكستان ته پلاوې ولېږي او اوويني چې سي پېك څومره ګټه وره منصوبه ده۔ ده ووئيل مونږ له به د ګډې ستونزو څخه وتلو له د ګډې تګلاره خپلول وي۔