سېنېټ د فوجدارۍ قوانين(بدلون)بل 2016 منظوري وركړه

اسلام آباد 25نومبر(اے پی پی) سېنېټ د فوجدارۍ قوانين (بدلون) بل 2016 منظوري وركړه۔ د جمعې په ورځ د كورنيو چارو دوهم وزير بليغ الرحمان پھ دې حقله تحريك وړاندې كړو چې د فوجدارۍ بدلون بل 2016 دې غور وكړې شي۔ د بل تفصيلاتو په اړه ده ووئيل چې په دې بل كښې د غلطو معلوماتو وركولو سزاګانې زياتې كړې شوي٬په خاص توګه داسې غلط معلومات كومو سره چې چا …

اسلام آباد 25نومبر(اے پی پی) سېنېټ د فوجدارۍ قوانين (بدلون) بل 2016 منظوري وركړه۔ د جمعې په ورځ د كورنيو چارو دوهم وزير بليغ الرحمان پھ دې حقله تحريك وړاندې كړو چې د فوجدارۍ بدلون بل 2016 دې غور وكړې شي۔ د بل تفصيلاتو په اړه ده ووئيل چې په دې بل كښې د غلطو معلوماتو وركولو سزاګانې زياتې كړې شوي٬په خاص توګه داسې غلط معلومات كومو سره چې چا ته د پهانسۍ يا ټول عمري زندان سزا اورېدې شي۔ ددې نه ځانله مذهبي او فرقه وارانه جذبات راپارلو٬د ماشومانو په زوره د واده پشان جرمونه هم په دې كښې شامل كړې شوي۔ په زور د واده سزا وړاندې 7 كاله وه د كومې چې اوس زياتولو سره لس كالو ته د رسولو تجويز شوې۔ د دې نه ځانله د پوليس افسرانو په فرائض كښې دا هم شامل كړې شوي چې فرقه وارانه يا مذهبي جذبات راپارلو عمل مخ نيوي وكړي۔په دې لړ كښې سزاګانې هم زياتې كړې شوي دي۔ ده ووئيل د شهادت په قانون كښې هم بدلون تجويز كړې شوې او د ترهه ګرۍ مخ نيوي اېكټ كښې يو بل سېكشن هم شامل كړې شوې۔په دې معامله سناتور طاهر حسېن مشهدي٬سناتور رحمان ملك هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د دې نه پس چيئرمېن بل شق وار منظورۍ له ايوان ته وړاندې كړو كوم چې منظور كړې شو

مزید خبریں