اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی) د پیټروليم ډويژن وفاقي وزير غلام سرور خان وئېلي دي د تېل او ګاز څانګې ښه والي له به نوې پېټروليم پالېسي ډېر زر اعلان كړې شي٬د اېس اېن جي پي اېل او د اېس اېس جي سي خساره 152 اربه روپو ته رسېدلې ٬دواړو كمپنو ته د زيان او د ګيس غلا مخ نيوي لپاره سپارښتنه شوي ٬د ګاز 80 فيصده صارفينو لپاره …
د تېلو او ګاز څانګې ښه والي له به نوې پېټروليم پالېسي ډېر زر اعلان كړې شي٬د اېس اېن جي پي اېل او د اېس اېس جي سي خساره 152 اربه روپو ته رسېدلې ٬دواړو كمپنو ته د زيان او د ګيس غلا مخ نيوي لپاره سپارښتنه شوي ٬د ګاز 80 فيصده صارفينو لپاره بيعه د 10 نه تر 20 فيصده زياته شوې٬د 140 فيصده اضافې تاثر سم نه دې٬ ٬اوګرا د اېل پي جي په بيعه كښې د كمي نوټيفكېشن جاري كړې ٬په تاپي ګاز منصوبه پېشرفت كېږي٬د ايران ګاز پائپ لائن په اړه به د ايران دوره كوم٬د پیټروليم ډويژن وفاقي وزير غلام سرور خان خبري كنفرنس ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی) د پیټروليم ډويژن وفاقي وزير غلام سرور خان وئېلي دي د تېل او ګاز څانګې ښه والي له به نوې پېټروليم پالېسي ډېر زر اعلان كړې شي٬د اېس اېن جي پي اېل او د اېس اېس جي سي خساره 152 اربه روپو ته رسېدلې ٬دواړو كمپنو ته د زيان او د ګيس غلا مخ نيوي لپاره سپارښتنه شوي ٬د ګاز 80 فيصده صارفينو لپاره بيعه 10 څخه تر 20 فيصده زياته شوې٬د 140 فيصده اضافې تاثر سم نه دې٬اېل پي جي د بې وزلو اندهن دې٬اوګرا د دې په بيعه كښې د كمي نوټيفكېشن جاري كړې ٬د تاپي ګاز په منصوبه پېشرفت كېږي٬د ايران ګاز پائپ لائن په اړه به د ايران دوره كوم۔ده د جمعې پھ ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ده ووئيل په اولس كښې يو تاثر دا رامخې ته كولې شي چې موجوده حكومت د 100 نه تر 140 فيصده د ګاز بيعه زياته كړې ٬ كوم چې هېڅ حقيقت نه لري۔ده ووئيل د ګاز بيعه 80 فيصده صارفينو لپاره د 10 نه تر 20 فيصده زياته كړې شوې۔ده ووئيل د تندور په نامه د ګاز كنكشن اخستلو باوجود چې پرې د هوټلو انتظام چلولې شي بيا هم چې كله مونږ وكتل نو د هغې څخه بيعه هم كمه كړې شوه او په دې لړ كښې د 40 فيصده چې كومه اضافه وه بېرته واخستلې شوه ۔ده ووئيل مونږ چې اقتدار له راغلو نو سلينډر په 1600 روپۍ و او په ماركيټ كښې د بليك ماركيټنګ د لارې په 1800 روپۍ خرڅېدو۔وفاقې وزير ووئيل مونږ جي اېس ټي كوم چې 17 فيصده ؤ تر 7 فيصده كم كړې۔اوګرا هم د سلينډر بيعه تر 1338 روپو او 78 پيسو راوستلو نوټيفكېشن جاري كړې۔ده ووئيل په تاپي ګيس پائپ لائن منصوبې كار روان دې او د روان كال په جنورۍ كښې افغانستان كښې د بنياد اېښودو امكان شته ٬نن تركمانستان سفير سره هم په دې منصوبه خبره شوې ده۔د ايران ګاز پائپ لائن په اړه ده ووئيل زه به په دې منصوبه خبرو اترو له ايران ته ځم۔











