پېنډۍ 30 نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي زه په دې ويلاړ لرم چې زه يو داسې وزيراعظم د كابينې غړې يم څوك چې د مدينې د رياست په ډول د پاكستان د يو فلاحي مملكت جوړولو اراده لري٬د هېواد په تاريخ كښې دا اولنې حكومت دے كوم چې د ناموس رسالت ساتنې او دفاع له اړوندو هېوادونو سره نيغ په نيغه …
زه په دې وياړ لرم چې زه د يو داسې وزيراعظم د كابينې غړې يم څوك چې د مدينې د رياست په ډول د پاكستان د يو فلاحي مملكت جوړولو اراده لري٬د هېواد په تاريخ كښې دا اولنې حكومت دے كوم چې د ناموس رسالت ساتنې او دفاع لباره اړوندو هېوادونو سره نيغ په نيغه خبره كړې٬د عشق مصطفٰی(ص)نه غېر د مسلمان ژوند او ايمان نيمګړې دے او نه د دې نه غېر څوك تصور كولې شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د دربار عاليه عيدګاه شريف سجاده نشين پير نقيب الرحمان او صاحبزاده حسيب الرحمان سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
پېنډۍ 30 نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي زه په دې ويلاړ لرم چې زه يو داسې وزيراعظم د كابينې غړې يم څوك چې د مدينې د رياست په ډول د پاكستان د يو فلاحي مملكت جوړولو اراده لري٬د هېواد په تاريخ كښې دا اولنې حكومت دے كوم چې د ناموس رسالت ساتنې او دفاع له اړوندو هېوادونو سره نيغ په نيغه خبره كړې٬د عشق مصطفٰی(ص)نه غېر د مسلمان ژوند او ايمان نيمګړې دے او نه د دې نه غېر څوك تصور كولې شي۔ده د جمعې پھ ورځ د دربار عاليه عيدګاه شريف سجاده نشين پير نقيب الرحمان او صاحبزاده حسيب الرحمان سره ملاقات كښې خبرې كولې۔وفاقي وزير ووئيل د علماﺀ كرام او مشائح د ملت تر ټولو مهمه او محترمه طبقه ده٬د دين په تعليم او خپرونو كښې د دوي كردار ډېر مهم دې۔ده ووئيل علماﺀ كرام دې په پېښو چېلنجونو كښې د دين د حقيقي تعبير د لارې د اولس د لارښوونې فريضه ترسره كړي۔وفاقي وزير ووئيل د مسلمانانو ترمينځه اتحاد او د مذهبنو ترمينځه همغږي د وخت ضرورت دے۔د دربار عاليه عيدګاه شريف پير نقيب الرحمان د وزيراعظم د پاكستان د مدينې رياست په ډول د جوړولو عزم هركلے وكړو۔پير نقيب الرحمان ووئيل د مصطفٰی(ص)سره د عشق تقاضا دا ده چې د كوم مسلمان د لاس او ژبې نه بل مسلمان ته تكليف ونه رسي۔صاحبزاده حسان حسيب الرحمان ووئيل اسلام د امن٬مينې او بخښنې نوم دې۔د امت تر ټولو لويې طاقت او پیژندګلي ښكلې اخلاق دي











