اسلام آباد 30 نومبر (اے پی پی)د چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پېك) تر سيوري لاندې په بېلو منصوبو كښې نورو هېوادونو ته د ګډون بلنه وركولو په لړ كښې چين پاكستان سره په ګډه كار كوي۔دا خبره د نان يانګ ټېكنالوجيكل پوهنتون سينئر فيلو لانګ ژن چن د چين ورځپاڼې ګلوبل ټائمز سره كړې۔دواړه هېوادونه به د ګوادر په صنعتي زون كښې د امريكې ٬ برتانيه او آسټرېليا سرمايه …
۔د نان يانګ ټېكنالوجيكل پوهنتون سينئر فيلو د چين ورځپاڼې ګلوبل ټائمز سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 30 نومبر (اے پی پی)د چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پېك) تر سيوري لاندې په بېلو منصوبو كښې نورو هېوادونو ته د ګډون بلنه وركولو په لړ كښې چين پاكستان سره په ګډه كار كوي۔دا خبره د نان يانګ ټېكنالوجيكل پوهنتون سينئر فيلو لانګ ژن چن د چين ورځپاڼې ګلوبل ټائمز سره كړې۔دواړه هېوادونه به د ګوادر په صنعتي زون كښې د امريكې ٬ برتانيه او آسټرېليا سرمايه كارۍ هركلې كوي۔ده ووئيل سي پیك يو داسې چينل دے د كوم په ذريعه چې چين نړۍ سره د رابطې او مرستې له خپله نظريه پراخه كولې شي۔پاكستان كښې د سي پېك ترمخه په بنيادي اډانه كښې ښه والې راغلې چې ورسره معيشت ته ګټھ رسېدلې۔په دې مهال سنګهوا پوهنتون ريسرچ فيلو احمد خان ووئيل په سي پېك كښې د درېم فريق سرمايه كارۍ له خوښي لرل د ون بېلټ اينډ روډ په اړه د چين د نكته نظر عكاسي كوي۔په بيجنګ كښې د تهنك ټينك سنټرل پار چائنا ګلوبل ائزېشن پاكستانې فيلو ضمير احمد اعوان ووئيل سي پېك د 200 ملينه نه د زياتو پاكستانيانو پريكړه ده او اوس دا د پاكستان د قامي حكمت عملۍ بنيادي عنصر دے۔پاكستان د سي پېك په اړه لوظي دے او دا د پاكستان مخ په وړاندې تللو له يوه ذريعه ده









