د دفاعی پیداوار وفاقي وزير رانا تنویر حسین سره د آذربائیجان د دفاعي صنعت وزير یاور جمالوف وليدل

کراچۍ 24 نومبر (اے پي پي) د دفاعی پیداوار وفاقي وزير رانا تنویر حسین سره د آذربائیجان د دفاعي صنعت وزير یاور جمالوف ایکسپو سنټر کراچۍ كښې ليدلې دي۔د وياند ترمخه د ملاقات په مهال وفاقی وزیر رانا تنویر حسین جمالوف ته د وزیراعظم محمد نواز شریف آذربائیجان سره دفاعي اړيكو ودې لپاره د پرله پسې ملاقاتونو لړۍ روانو ساتلو وړاندېز وركړو۔ده هيله ولرله چې ډېر زر به آذربائيجان سره …

کراچۍ 24 نومبر (اے پي پي) د دفاعی پیداوار وفاقي وزير رانا تنویر حسین سره د آذربائیجان د دفاعي صنعت وزير یاور جمالوف ایکسپو سنټر کراچۍ كښې ليدلې دي۔د وياند ترمخه د ملاقات په مهال وفاقی وزیر رانا تنویر حسین جمالوف ته د وزیراعظم محمد نواز شریف آذربائیجان سره دفاعي اړيكو ودې لپاره د پرله پسې ملاقاتونو لړۍ روانو ساتلو وړاندېز وركړو۔ده هيله ولرله چې ډېر زر به آذربائيجان سره دفاعي صنعت په اړه مرستې لپاره د تفاهم يادښت لاس ليك شي۔دواړو هېوادونو روانه تربيتي مرسته وستائېله۔ او دې ته لا وده وركولو له يې د خپلې خوښۍ څرګندونه وكړه۔دواړو هېوادونو د لا مرستې لپاره د موقعو لټون له د تكنيكي پوهانو پلاويو تګ راتګ په حاجت زور راوړو۔وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په آئيډيات 2016 كښې په ګډون كولو د آذربائيجان مننه وكړه

مزید خبریں