په کنټرول لائن تاؤ ترېښوالې زياتول د هند د اړخه په مقبوضه کشمیر كښې په لويه توګه د بشري حقونو خلاف ورزۍ څخه د نړيوالې ورورولۍ پام اړولو له يوه هڅه ده

اسلام آباد 24 نومبر (اے پی پی) پاکستان د هندي پوځ د اړخه په آزاد کشمیر كښې د مسافرو په بس او ایمبولېنس د بريد معامله ملګرو ملتونو كښې پورته كړې ده او دا ئې د هند لخوا د نړيوال قانون سخته خلاف ورزی ګرځولې ۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي ډاكټر مليحه لودهي د ملګرو ملتونو دوهم عمومي سېكتر جنرل جان الياس او د عمومي سيكتر بان …

اسلام آباد 24 نومبر (اے پی پی) پاکستان د هندي پوځ د اړخه په آزاد کشمیر كښې د مسافرو په بس او ایمبولېنس د بريد معامله ملګرو ملتونو كښې پورته كړې ده او دا ئې د هند لخوا د نړيوال قانون سخته خلاف ورزی ګرځولې ۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي ډاكټر مليحه لودهي د ملګرو ملتونو دوهم عمومي سېكتر جنرل جان الياس او د عمومي سيكتر بان كي مون چیف ډی كېبنټ ايډمنډمولے ته بریفنګ كښې ووئيل په کنټرول لائن تاؤ ترېښوالې زياتول د هند د اړخه په مقبوضه کشمیر كښې په لويه توګه د بشري حقونو خلاف ورزۍ څخه د نړيوالې ورورولۍ د پام ګرځولو يوه هڅه ده۔ ملګرو ملتونو كښې د پاکستانی مشن لخوا جارې شوي بيان له مخې ډاکټر ملیحه لودھی ووئيل خاص ژوبل كسان روغتون ته وړلو له ایمبولېنس په نخښه كول يو ناوړه اقدام او د بشرې قوانین خلاف ورزی ده۔ دې ووئيل په کنټرول لائن د هند د اړخه رامخې ته شوې وضعه د نړيوال امن او سلامتیا لپاره هم خطر دے۔ دې ووئېل په کنټرول لائن تاؤ ترېښوالې زياتول د هند د اړخه په مقبوضه کشمیر كښې په لويه توګه د بشري حقونو خلاف ورزۍ څخه د نړيوالې ورورولۍ د پام ګرځولو يوه هڅه ده۔ د ملګرو ملتونو مشرانو چارواكو هم پھ دې د تشویش څرګندونه كړې ده او د پاکستان او هند ترمينځه په کنټرول لائن وضعه د قابو څخه ؤتې شي۔ د پاکستان استازې د ملګرو ملتونو چارواكي د کشمیریانو د تحریك آزادی د تازہ صورتحال نه هم خبر كړه

مزید خبریں