کراچۍ كښې امن د قامی پرمختګ او استحکام ضمانت دے

کراچۍ 23 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي کراچۍ كښې امن د قامی پرمختګ او استحکام ضمانت دے، د بدامنۍ په ضد کارروائی دې تر منطقی انجام ورسولې شي او د تورنو سره هيڅ ډول رعایت ونه كړې شي۔ ده دا سپارښتنه د رینجرز ډائریکټر جنرل میجر جنرل بلال اکبر سره د شورو په ورځ د خبرو په مهال وكړه چا چې صدارتی کیمپ آفس کراچۍ …

کراچۍ 23 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي کراچۍ كښې امن د قامی پرمختګ او استحکام ضمانت دے، د بدامنۍ په ضد کارروائی دې تر منطقی انجام ورسولې شي او د تورنو سره هيڅ ډول رعایت ونه كړې شي۔ ده دا سپارښتنه د رینجرز ډائریکټر جنرل میجر جنرل بلال اکبر سره د شورو په ورځ د خبرو په مهال وكړه چا چې صدارتی کیمپ آفس کراچۍ كښې ده سره ليدلې وو ۔ اولس مشر ده ته سپارښتنه وكړه چې د کراچۍ وګړو له د تحفظ احساس وركولو يواځنې لا د تورنو په ضد کارروائی ده۔ ده پھ ښار كښې د امن بحالۍ له د رینجرز خذمات وستائل ۔ ده ووئيل امنيتي ځواكونو او د قانون نافذ کوونكو ادارو امن له د قدر وړ قربانی وركړي په كومو چې قام وياړ لري۔ ده ووئيل د قامی معیشت استحکام مقصد ترلاسه كول د بدامنۍ او ترهه ګرۍ ختمولو سره ممكن دے۔په دې مهال میجر جنرل بلال اکبر اولس مشر د ښار په وضعه او د بدامنۍ په ضد کارروائیو نه خبر كړو

مزید خبریں