اسلام آباد 23نومبر (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار وئيلي دي وفاقی کابینې د سېنېټ چیئرمېن او دوهم چیئرمېن ٬ د قامی اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر او د پارلماني غړو بنیادی تنخا زياتولو منظوری وركړې ده ۔ ده شورو پھ ورځ د سېنېټ غونډه كښې ده ووئيل د تنخاګانو زياتوالې اطلاق به د روان كال 01 اکتوبر څخه وي۔ د نظرثانی شوې بنیادی تنخاګانو له …
وفاقی کابینې د سېنېټ چیئرمېن او دوهم چیئرمېن ٬ د قامی اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر او د پارلماني غړو په بنیادی تنخا زياتولو منظوری وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 23نومبر (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار وئيلي دي وفاقی کابینې د سېنېټ چیئرمېن او دوهم چیئرمېن ٬ د قامی اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر او د پارلماني غړو بنیادی تنخا زياتولو منظوری وركړې ده ۔ ده شورو پھ ورځ د سېنېټ غونډه كښې ده ووئيل د تنخاګانو زياتوالې اطلاق به د روان كال 01 اکتوبر څخه وي۔ د نظرثانی شوې بنیادی تنخاګانو له مخې د سېنېټ چیئرمېن او قامی اسمبلۍ سپيكر بنیادی تنخا يو لکھ 19 زره 8 روپو څخه 2 لکھ 5 روپۍ ته رسولې شي۔ ده ووئېل د سېنېټ دوهم چیئرمېن او د قامی اسمبلۍ دوهم سپيكر بنیادی تنخا به د يو لاکھ 10 زره 85 روپو څخه يو لکھ 85 زره روپو ته رسولې شي۔ ده ووئېل د پارلماني غړو بنیادی تنخاہ 44 زره 630 روپو څخه يو لاکھ 50 زره روپو ته رسولې شي۔ د وفاقی وزيرانو بنیادی تنخا به د يو لاکھ 14 زره 897 روپو څخه 2 لکھ روپۍ كولې شي۔ د دوهم وزيرانو بنیادی تنخاہ د يو لاکھ 6 زره 281 روپو څخه يو لاکھ 80 زره روپو ته رسولې شوې۔ په دې كښې د 2010ء او 2016ء ایډهاك ریلیف هم شامل دے










