اسلام آباد 23 نومبر (اے پی پی) د وزیر اعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د شورو پھ ورځ د وفاقی کابینې غونډه كښې د لائن آف کنټرول په صورتحال غور وشو او د هندي عسكرو د ډزو په نتيجه كښې د شهيدو شويو لپاره فاتحه خوانی وشوه ۔ د وفاقی کابینې غونډه كښې د اولسې نمائندګانو او اولسې عهدیدارو تنخاګانې زياتولو منظوري وركړې شوه ٬ د وفاقي وزير …
د وفاقی کابینې غونډه ٬ د لائن آف کنټرول په وضعه غور، د هندي پوځ په ډزو شهيدانو لپاره فاتحه خوانی

مزید خبریں
اسلام آباد 23 نومبر (اے پی پی) د وزیر اعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د شورو پھ ورځ د وفاقی کابینې غونډه كښې د لائن آف کنټرول په صورتحال غور وشو او د هندي عسكرو د ډزو په نتيجه كښې د شهيدو شويو لپاره فاتحه خوانی وشوه ۔ د وفاقی کابینې غونډه كښې
د اولسې نمائندګانو او اولسې عهدیدارو تنخاګانې زياتولو منظوري وركړې شوه ٬ د وفاقي وزير د مياشتې تنخا 2 لاكهه ٬ د دوهم وزير د مياشتې تنخا يو لاكه 80 زره ٬د پارلماني غړي تنخا يو نيم لاكه غوره كړې شوه۔ دغسې د كابينې غونډه كښې بيلو هيوادونو سره د مرستې د 9 لوظنامو منظوری وركړې شوه ۔ د وفاقی کابینې غونډه كښې افغان كډوال تر دسمبر 2017ء خپل هيواد ته د لېږلو پريكړه وشوه۔ د وفاقی کابینې غونډه كښې په بيړنې حالت كښې خاص ویکسینز د نېشنل هیلتھ سروسز اینډ ریګولېشنز وزارت له د این او سی د لارې د اخستو اجازه وركړې شوه۔ ذربائیجان ، جنوبی افریقه ، بیلارس، ملائیشیا او مالدیپ سره بيلو څانګو كښې د مرستې لوظنامو منظوری د پیپرا قواعد د بدليدونكو حالاتو سره سمولو له د بدلون په لړ كښې د خواجه سعد رفیق په مشرۍ كښې کمېټی جوړه كړې شوه۔ د وفاقی کابینې غونډې نه پس میډیا ته بریفنګ كښې د وهمې وزيرې مرېم اورنګزیب ووئيل کابینې د سېنېټ چیئرمېن ، د قامی اسمبلۍ سپيكر ، دوهم چیئرمېن ، دوهم سپیکر ، پارلماني غړو ، وفاقی وزيرانو او دوهم وزيرانو تنخاګانې زياتولو منظوری وركړهې ده ۔ چې له مخې به ئې د سېنېټ چیئرمېن او قامی اسمبلۍ سپيكر بنیادی تنخا يو لکھ 19 زره 8 روپو څخه 2 لکھ 5 روپۍ كولې شي ۔ د سېنېټ دوهم چیئرمېن او د قامی اسمبلۍ دوهم سپيكر بنیادی تنخا به د يو لاکھ 10 زره 85 روپو څخه يو لکھ 85 زره روپې كولې شي۔ دې ووئېل د پارلماني غړو بنیادی تنخاہ 44 زره 630 روپو څخه يو لاکھ 50 زره روپو ته رسولې شي۔ د وفاقی وزيرانو بنیادی تنخا د يو لاکھ 14 زره 897 روپو څخه 2 لکھ روپې كولې شي۔ د دوهم وزيرانو بنیادی تنخاہ د يو لاکھ 6 زره 281 روپو څخه يو لاکھ 80 زره روپې كولو منظورې وركړې شوي۔ مريم اوزرنګزېب ووئېل په دې كښې د 2010ء او 2016ء ایډهاك ریلیف هم شامل دے۔ دې ووئيل نوې تنخا به د 01 اکتوبر 2016ء څخه لاګو وي او د دې زياتوالې به د كال 40 کروړه روپۍ اثر پرېوځي۔ دوهمې وزيرې د کابینې د غونډې پريكړو په اړه ووئيل کابینې د 6 بيلو هيوادونو سره د 9 لوظنامو توثیق هم كړے ۔ مریم اورنګزیب ووئيل د پیپرا خریدارۍ په اړه قواعد د بدليدونكو حالاتو سره سمولو له د بدلون په لړ كښې د خواجه سعد رفیق په مشرۍ كښې کمېټی جوړه كړې شوه كومه كښې چې وفاقی وزيران خواجه محمد آصف، زاهد حامد، عبدالقادر بلوچ او د خزانې وفاقی سیکتر شامل دې۔ دا کمېټی به په يوه مياشت كښې خپل راپور وړاندې كوي ۔ دې ووئيل وفاقی کابینې د بيلو رنځونو مخنيوي له په بيړنې حالت كښې خاص ویکسینز د نېشنل هیلتھ سروسز اینډ ریګولېشنز وزارت ته د این او سی د لارې د اخستو اجازه وركړه۔ دې ووئيل د کابینې په غونډه كښې د افغان كډوالو په چارو هم غور وشو او پريكړه وشوه چې تر دسمبر 2017ء به كډوال خپل هيواد ته ستنولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د لائن آف کنټرول په وضعه د کابینې په غونډه كښې خبرې شوي۔ په دې مهال د هندي عسكرو د ډزو په نتيجه كښې د شهيدو شويو لپاره فاتحه خوانی وكړې شوه۔ دې ووئيل د هندي اشتعال انګیزۍ په ټولو كچه غندنه شوې ۔ په دې مهال پرنسپل انفارمېشن آفېسر راؤ تحسین علی خان هم موجود وو۔










