د پاکستان او آذربائیجان ترمينځه تجارتی حجم زياتولو ته اړتيا ده

کراچۍ 23 نومبر (اے پی پی) پاکستان او آذربائیجان دې خبرې ته سلا شوي چې د دواړه هيوادونو ترمينځه شريكو پروژو ته د حتمی شکل وركولو ښه وخت دے۔ دا سلا د اولس مشر ممنون حسېن او د آذربائیجان اوّل نائب وزیراعظم یعقوب ایوبوف ترمينځه د شورو پھ ورځ ملاقات كښې راغلې ده ۔ کراچۍ كښې آئیډیاز 2016ء كښې ګډون له راغلې د آذربائیجان اول نائب وزیراعظم یعقوب ایوبوف اولس …

کراچۍ 23 نومبر (اے پی پی) پاکستان او آذربائیجان دې خبرې ته سلا شوي چې د دواړه هيوادونو ترمينځه شريكو پروژو ته د حتمی شکل وركولو ښه وخت دے۔ دا سلا د اولس مشر ممنون حسېن او د آذربائیجان اوّل نائب وزیراعظم یعقوب ایوبوف ترمينځه د شورو پھ ورځ ملاقات كښې راغلې ده ۔ کراچۍ كښې آئیډیاز 2016ء كښې ګډون له راغلې د آذربائیجان اول نائب وزیراعظم یعقوب ایوبوف اولس مشر ممنون حسېن سره ملاقات كښې د آذربائیجان د دفاعی صنعت وزير یاور جمالوف، سفیر علی علیزادہ او د پاکستان لخوا د دفاعی پیدوار وفاقی وزیر رانا تنویر حسین، د دفاع سیکتر جنرال (ر) سید محمد اویس او د خارجه وزارت سپېشل سیکتر محمد وحید الحسن هم شامل وو۔په دې مهال د آذربائیجان اول نائب وزیراعظم یعقوب ایوبوف د هپل هيواد د اولس مشر الهام علیوف خاص پیغام هم ورسولو۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاکستان آذربائیجان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي ۔ ده ووئيل پاکستان د ترکیه او رومانیه نه پس آذربائیجان منونكے دريم هيواد ؤه۔ ده ووئيل دواړو هيوادونو اړيكې په شريك تاريخ ٬ كلتور ، روایات، عقیده او اقدارو اډانه دي۔ اولس مشر په دې مهال د دواړه هيوادونو ترمينځه په دوه اړخيزه مرسته د اطمینان څرګندونه وكړه ۔ ده د دواړه هيوادونو په دفاعی اړيكو زياتولو زور راوړو۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې فروری2017ء كښې به د آذربائیجان اولس مشر الهام علیوف او د آذربائیجان وړومبنۍ ميرمن مهربان علیوف پاکستان ته راځي۔ اولس مشر ووئيل پاکستان غواړي چې د کشمیر مسئله او د نګورنو کاراباخ مسئلې سره په خبرو اترو هواره شي ۔ اولس مشر په دې خبره د اطمینان څرګندونه وكړه چې د دواړو هيوادونو ترمينځه دفاعی مرسته زياتېږي۔ اولس مشر ووئيل دفاعی ساز او سامان اخستو له آذربائیجان د پاکستان خذمات ترلاسه كولې شي۔ اولس مشر ووئيل د دواړه هيوادونو ترمينځه اوسنې تجارتی حجم د صلاحیت څخه كم دے او دا زياتول غواړي ۔ د آذربائیجان اوّل نائب وزیر اعظم یعقوب ایوبوف په دې مهال د پاکستان دفاعی مصنوعاتو ستائنه كولو سره ووئيل د پاکستان دا مصنوعات نړيوال معیار لري او دې څانګه كښې د پاکستان پوهې څخه مونږ متاثره يو

مزید خبریں