د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د اسرائيل په ضد 9 قراردادونه منظور كړې شول

ملګري ملتونه 18 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د اسرائيل په ضد 9 قراردادونه منظور كړې شوي دي۔ د اېراني ټي وي راپور له مخې د عممومي اسمبلۍ فورتھـ كمېټې د خپلې غونډې په مهال د دې قراردادونو منظوري وركړې او د اسرائيلي اقداماتو ئې سخته غندنه كړې۔ په قراردادونو كښې د فلسطينانو په ضد د اسرائيل په اقداماتو سختې نيوكې شوې دي او …

ملګري ملتونه 18 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د اسرائيل په ضد 9 قراردادونه منظور كړې شوي دي۔ د اېراني ټي وي راپور له مخې د عممومي اسمبلۍ فورتھـ كمېټې د خپلې غونډې په مهال د دې قراردادونو منظوري وركړې او د اسرائيلي اقداماتو ئې سخته غندنه كړې۔ په قراردادونو كښې د فلسطينانو په ضد د اسرائيل په اقداماتو سختې نيوكې شوې دي او اسرائيل ته وئيلي شوي دي چې هغه دې اقدامات بند كړي۔ په قراردادونو كښې د ملګرو ملتونو عممومي سېكتر ته وئيلي شوي دي چې هغه دې د فلسطيني كمېټې په مشوره د عربو د ځان او مال ساتنې لپاره اقدامات وكړي۔ په دې قرادادونو كښې د جولان په نوم قرارداد هم شامل دے٬ يوازې امريكې او اسرائيل د دې په ضد ووټ كارولې۔