د كېليفورنيا په ځنګلاتو كښې په لګېدلي اور كښې د مړو كسانو شمېره 44 ته ورسېده

كېليفورنيا 13 نومبر(اے پي پي) د امريكې په كېليفورنيا ايالت كښې په ځنګلاتو كښې په لګېدلي اور كښې د مړو كسانو شمېره 44 ته رسېدلې۔ د امريكائي چارواكو له مخې په اور تر اوسه قابو نه ده موندل شوې۔ د چارواكو له مخې په شمالي كېليفورنيا كښې د 13 كسانو مړي رايستل شوي دي او دې سره په اور كښې د مړو كسانو شمېره 44 ته رسېدلې ده۔ د چارواكو …

كېليفورنيا 13 نومبر(اے پي پي) د امريكې په كېليفورنيا ايالت كښې په ځنګلاتو كښې په لګېدلي اور كښې د مړو كسانو شمېره 44 ته رسېدلې۔ د امريكائي چارواكو له مخې په اور تر اوسه قابو نه ده موندل شوې۔ د چارواكو له مخې په شمالي كېليفورنيا كښې د 13 كسانو مړي رايستل شوي دي او دې سره په اور كښې د مړو كسانو شمېره 44 ته رسېدلې ده۔ د چارواكو له مخې د اور له امله 2 لكه 50 زره كسان محفوظو ځايونو ته رسول شوي دي۔ د كېليفورنيا چارواكو له مخې په اور كښې په لويه پېمانه تباهي شوې۔ په اور كښې د 6700 نه زياتې ودانې سوځېدلې دي۔ په اور قابو موندلو لپاره 3 زره اور مړ كوونكي په كار بوخت دي خو دوي سختو ستونزو سره مخ دي