د يمن په الحديده ښار كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 149 كسان مړه شول

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي) د يمن په الحديده ښار كښې د حكومتي اتحادي ځواكونو او حوثي ياغيانو ترمينځه د شوو نښتو په نتيجه كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 149 كسان مړه شوي دي ۔د المان خپرونې ادارې له مخې پوځي ذريعو وئېلي دي په مړو شوو كسانو كښې 7 عام وګړي هم شامل دي خو په دې اړه نور تفصيل نه دي ترلاسه شوې۔د الحديده طبي …

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي) د يمن په الحديده ښار كښې د حكومتي اتحادي ځواكونو او حوثي ياغيانو ترمينځه د شوو نښتو په نتيجه كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 149 كسان مړه شوي دي ۔د المان خپرونې ادارې له مخې پوځي ذريعو وئېلي دي په مړو شوو كسانو كښې 7 عام وګړي هم شامل دي خو په دې اړه نور تفصيل نه دي ترلاسه شوې۔د الحديده طبي ذريعو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال شوو نښتو كښې 110 حوثي ياغيان او د يمن حكومتي ځواكونو 32 اهلكار مړه شوي دي ۔د پوځي ذريعو له مخې د سعودي په مشرۍ كښې اتحاديانو د حوثي ياغيانو په اډو ګڼ شمېر فضائي بريدونه كړي دي