د وزیر اعظم نواز شریف په مشرۍ كښې پاكستان درې كاله كښې د اقتصادي پرمختګ په سوب يو نوے تشخص لري

اسلام آباد ۔ 22 نومبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د وزیر اعظم نواز شریف په مشرۍ كښې پاكستان درې كاله كښې د اقتصادي پرمختګ په سوب يو نوے تشخص لري۔ درې كاله كښې شرح نمو 2.5 څخه 4.8 ته رسېدلې۔ د هېواد په هره ضلع كښې به د پوهنتون کېمپس جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه وفافي وزير لندن كښې د …

اسلام آباد ۔ 22 نومبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د وزیر اعظم نواز شریف په مشرۍ كښې پاكستان درې كاله كښې د اقتصادي پرمختګ په سوب يو نوے تشخص لري۔ درې كاله كښې شرح نمو 2.5 څخه 4.8 ته رسېدلې۔ د هېواد په هره ضلع كښې به د پوهنتون کېمپس جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه وفافي وزير لندن كښې د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ په اړه سېمنار ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د سي پېك په شكل كښې د 46 بلينه ډالرو سرمايه كارۍ د نړۍ په نظر كښې د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كړې۔ او هغه نړيواله ميډيا چې پاكستان ئې خطرناك هېواد ګرځولو نن پاكستان بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره جنت ګرځوي۔ ده ووئېل د اقتصادي پرمختګ په اړه خپلو خبرو كښې ده ووئيل د درېو كالو په موده كښې ګروت رېټ 2.5 څخه 4.8 ته رسېدلې۔ او دا د پاكستان د تاريخ د تېرو 8 كالو تر ټولو زيات دے۔ ده ووئيل د حكومت د هڅو په نتيجه كښې ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ كښې ښكاره كمې راغلې۔ د ده وېنا وه چې حكومت درې كاله كښې د اېچ اي سي بجټ يو په دوه كړې۔ ده ووئيل پاکستان امریکه نالج کورېډور څخه به راروانو 10 كلونو كښې 10000 پی ایچ ډیز رامخې ته شي۔ دې ووئيل دې منصوبې څخه به ټولې صوبې ګټه پورته كوي۔ د ده وېنا وه چې اوور سیز کمیونټی بايد په سي پېك منصوبه ناوړه ډنډورو ته پام ونكړي بلكې دا د پاكستان لپاره ګېم چېنجر منصوبه ده۔

مزید خبریں