په سوريه كښې النصره فرنټ د بشارالاسد 8 عسكر وژلي دي

دمشق 11 نومبر(اے پي پي) په سوريه كښې د بشري حقونو څارګرې ډلې وئيلي دي چې په حماه سيمه كښې النصره فرنټ د بشارالاسد 8 عسكر وژلي دي۔ د العربيه ټي وي له مخې د سېرين هيومن رائټس آبزروېټري ډائرېكټر رامي عبدالرحمان وئيلي دي چې چې د پخوانې النصره ډلې٬ كومه چې اوس د تحرير الشام په نوم فعاله ده٬ جنګيالو په حماه ښار كښې د بريد په مهال د …

دمشق 11 نومبر(اے پي پي) په سوريه كښې د بشري حقونو څارګرې ډلې وئيلي دي چې په حماه سيمه كښې النصره فرنټ د بشارالاسد 8 عسكر وژلي دي۔ د العربيه ټي وي له مخې د سېرين هيومن رائټس آبزروېټري ډائرېكټر رامي عبدالرحمان وئيلي دي چې چې د پخوانې النصره ډلې٬ كومه چې اوس د تحرير الشام په نوم فعاله ده٬ جنګيالو په حماه ښار كښې د بريد په مهال د پوځ 8 اهلكار وژلي دي۔ د بشري حقونو د دې څارګرې ډلې مشر وئيلي دي چې د بريد په مهال د تحرير الشام دوه جنګيالي هم وژل شوي دي۔ د يادونې وړ ده چې د جمعې په ورځ په شمالي حماه كښې د سوريې ځواكونو د جېش العزه نومې ډلې په ضد په عملياتو كښې 23 جنګيالي وژلي وو۔