اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي)د كورنيو چارو دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان وئېلي دي فاټا او د ګلګت بلتستان 124 زره څخه زياتو طالبعلمانو د حكومت څخه لوړو زده كړو لپاره مالي مرسته ترلاسه كړې ده ۔د نهې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د سناتورې نزهت صادق د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د انجينئرنګ٬سائنس ايند ټېكنالوجي په څانګو كښې د لوړو زده كړو ترلاسه كولو …
فاټا او د ګلګت بلتستان 124 زره نه زياتو طالبعلمانو حكومت څخه لوړو زده كړو لپاره مالي مرسته ترلاسه كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي)د كورنيو چارو دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان وئېلي دي فاټا او د ګلګت بلتستان 124 زره څخه زياتو طالبعلمانو د حكومت څخه لوړو زده كړو لپاره مالي مرسته ترلاسه كړې ده ۔د نهې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د سناتورې نزهت صادق د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د انجينئرنګ٬سائنس ايند ټېكنالوجي په څانګو كښې د لوړو زده كړو ترلاسه كولو له د فاټا طالبعلمانو سره د دوو سكيمونو ترمخه مالي مرسته كولې شي۔د كم پرمختګ كړو سيمو لپاره د وزيراعظم د فيس ادائيګۍ سكيم او بلوچستان كښې د فاټا طالبعلمانو لپاره د فيز ون او ټو ترمخه د لوړو زده كړو ترلاسه كولو موخو سره سره د فاټا او د ګلګت بلتستان طالبانو لپاره په ټولو سكالرشپس سكيمونو كښې څلور فيصده كوټه مقرر كړې شوې۔د فاټا او ګلګت بلتستان سره تعلق لرونكو طالبعلمانو شمېره 124 زره 376 ده او د ياد كړې شوو سكيمونو څخه د كم پرمختګ كړو سيمو تعلق لرونكو طالبعلمانو په تېرو دريو كلونو كښې استفاده كړې ده










