د لبنان اولس مشر د سعودی عربستان دورې بلنه قبوله كړه

بیروت 22 نومبر(اے پی پی) سعودی عربستان د خپل روایتی حریف هېواد لبنان نوې ټاكلې شوي اولس مشر له د ریاض دورې كولو بلنه وركړې۔ د غیر ملکی میډیا له مخې د سعودی شهزاده خالد الفېصل بیروت كښې د لبنان اولس مشر مېشل عون سره ملاقات كښې هغه ته دا بلنه وركړې وه۔ دې نه پس خالد الفېصل ميډيا ته ووئيل د لبنان اولس مشر عون د دورې بلنه قبوله …

بیروت 22 نومبر(اے پی پی) سعودی عربستان د خپل روایتی حریف هېواد لبنان نوې ټاكلې شوي اولس مشر له د ریاض دورې كولو بلنه وركړې۔ د غیر ملکی میډیا له مخې د سعودی شهزاده خالد الفېصل بیروت كښې د لبنان اولس مشر مېشل عون سره ملاقات كښې هغه ته دا بلنه وركړې وه۔ دې نه پس خالد الفېصل ميډيا ته ووئيل د لبنان اولس مشر عون د دورې بلنه قبوله كړې۔ لبنان كښې د 29مياشتو سیاسی بحران نه پس مشیل عون اولس مشر ټاكلے شوے وو ۔ اوسني تاؤ تريخوالې له امله سعودی عربستان فروری مياشت كښې د لبنان سره د 3 بلیونه ډالرو يوه عسکری لوظنامه ځنډولې وه

مزید خبریں