روم 03 نومبر (اے پي پي﴾ په اټاليا كښې په طوفان او سخت باران كښې د مړو كسانو شمېره 20 ته رسېدلې او په زرګونو هېكټره ځنګلاتو ته زيان رسېدلې۔ د اټاليا د شهري تحفظ اېجنسې له مخې د جمعې په ورځ د سردينيا په سيمه كښې د تندر لوېدو په پېښه كښې د يوې مېرمنې پشمول دوه الماني سېلګري مړه شوي دي چې ورسره د اونې د پېل نه …
په اټاليا كښې په طوفان او سخت باران كښې د مړو كسانو شمېره 20 ته ورسېده

مزید خبریں
روم 03 نومبر (اے پي پي﴾ په اټاليا كښې په طوفان او سخت باران كښې د مړو كسانو شمېره 20 ته رسېدلې او په زرګونو هېكټره ځنګلاتو ته زيان رسېدلې۔ د اټاليا د شهري تحفظ اېجنسې له مخې د جمعې په ورځ د سردينيا په سيمه كښې د تندر لوېدو په پېښه كښې د يوې مېرمنې پشمول دوه الماني سېلګري مړه شوي دي چې ورسره د اونې د پېل نه تراوسه په طوفان او باران كښې د مړو كسانو شمېره 20 ته رسېدلې۔ د موسمياتو محكمې د نورو بارانونو امكان هم څرګند كړے۔ د طوفان او باران له امله يو لك 60 زره خلق د برېښنا نه محروم شوي دي او د زمكې ښوئېدنې له امله سړكونه او لارې بندې شوې دي۔









