پاك پوځ د كوم هم چېلنج مقابلې لپاره چمتو ولاړ دے٬څوك هم پاكستان ته په كږه سترګه د كتلو جرات نشي كولې

پینډۍ 21 نومبر (اے پي پي)سرلښكر جنرال راحيل شريف وئېلي دي پاك پوځ د كوم هم چېلنج مقابلې كولو لپاره چمتو دے٬څوك هم پاكستان ته په كږه سترګه د كتلو جرات نشي كولې۔ده دا خبره د ګل په ورځ د لاهور چاؤڼۍ د مخه ښې دورې كولو سره د پوځ او رينجرز ځوانانو يوې غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي پرېس رېليز له …

پینډۍ 21 نومبر (اے پي پي)سرلښكر جنرال راحيل شريف وئېلي دي پاك پوځ د كوم هم چېلنج مقابلې كولو لپاره چمتو دے٬څوك هم پاكستان ته په كږه سترګه د كتلو جرات نشي كولې۔ده دا خبره د ګل په ورځ د لاهور چاؤڼۍ د مخه ښې دورې كولو سره د پوځ او رينجرز ځوانانو يوې غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې سرلښكر جنرال راحيل شريف د پوځ او رينجرز د ټولو ځوانانو او افسرانو مننه كولو سره ووئيل د نړۍ د ښه پوځ قيادت كول زما لپاره د وياړ خبره ده۔ده ووئيل د امن او استحكام ترلاسه كول آسان كار نه ؤ۔زمونږ د قربانيو او شريك قامي عزم په سوب د هېواد دفاع په ضد ټولو ستونزو لرې كولو له مرسته ترلاسه شوې۔راحيل شريف ووئيل د ضرب عضب عملياتو په نتيجه كښې پاكستان زيات محفوظ او مستحكم شوے۔ده ووئيل د پاكستان اولس يو مېړنے قام دے چا چې هر ډول حالاتو كښې د ثابت قدمۍ څرګندونه كړې۔ده په ځوانانو زور راوړو چې د ښې جذبې سره د پاك پوځ د رواياتو پاسداري وكړئ او د بشپړه عزم٬حوصلې او قربانۍ سره د اولس خذمت روان وساتئ۔د دې نه وړاندې چاؤڼۍ ته په رسېدو كمانډر 4 كور لېفټيننټ جنرال صادق علي د جنرال راحيل شريف هركلے اوكړو

مزید خبریں