كرغېزستان٬ په سوريه او افغانستان كښې جنګيالي بهرتي كوونكې ډله ونيول شوه

بشكيك 03 نومبر (اے پي پي﴾ د كرغېزستان چارواكو وئيلي دي چې يوه داسې ډله نيول شوې كومې چې په سوريه او افغانستان كښې عسكري چارو لپاره جنګيالي بهرتي كول۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د پايه تخت بشكيك څخه امنيتي چارواكو وئيلي دي چې د دې ډلې 9 غړي نيول شوي دي۔ په دې كسانو كښې 5 كرغېز وګړي او نور غېر ملكيان شامل دي۔ د دوي …

بشكيك 03 نومبر (اے پي پي﴾ د كرغېزستان چارواكو وئيلي دي چې يوه داسې ډله نيول شوې كومې چې په سوريه او افغانستان كښې عسكري چارو لپاره جنګيالي بهرتي كول۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د پايه تخت بشكيك څخه امنيتي چارواكو وئيلي دي چې د دې ډلې 9 غړي نيول شوي دي۔ په دې كسانو كښې 5 كرغېز وګړي او نور غېر ملكيان شامل دي۔ د دوي نيولو لپاره په بېلا بېلو ځايونو چاپې وهل شوې دي۔ دا هم وئيلي شوي دي چې دا ډله تېر كال جوړه شوې وه او د ترهګرې د بريدونو پلانونه ئې جوړول۔