د مصر په سينا جزيره كښې په پوځي عملياتو كښې دوه پوځي افسران او 18 جنګيالي وژل شوي

قاهره 03 نومبر (اے پي پي﴾ د مصر په سينا جزيره كښې په پوځي عملياتو كښې دوه پوځي افسران او 18 جنګيالي وژل شوي دي۔ د مصري پوځ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې په سينا جزيره كښې د داعش جنګيالو په ضد په عملياتو كښې د جنګيالو 25 ګاډي٬ قاچاق شوې وسله او په لويه اندازه د چاودېدونكو توكو سره د جنګيالو يو شمېر اډې …

قاهره 03 نومبر (اے پي پي﴾ د مصر په سينا جزيره كښې په پوځي عملياتو كښې دوه پوځي افسران او 18 جنګيالي وژل شوي دي۔ د مصري پوځ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې په سينا جزيره كښې د داعش جنګيالو په ضد په عملياتو كښې د جنګيالو 25 ګاډي٬ قاچاق شوې وسله او په لويه اندازه د چاودېدونكو توكو سره د جنګيالو يو شمېر اډې تباه كړې شوې دي۔ په العريش سيمه كښې په عملياتو كښې 10 جنګيالي وژل شوي دي او 129 اشتهاريان نيول شوي دي۔ د العريش په يوه بله سيمه كښې هم د عملياتو په مهال د داعش 147 اډې تباه كړې شوې دي