لاهور۔21 نومبر(اے پی پی ) د خزانې وفاقي وزير سناتور محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د یونیورسټی آف هېلت سائنسز لاهور بورډ آف ګورنرز 36 مه غونډه د ګل په ورځ اوشوه كومه كښې چې مالي كال 2016-17ء لپاره د 89 کروړ 57 لکهھ روپو بجټ منظور كړے شو۔ غونډه كښې پروفېسر ملک حسېن مبشر ٬ زرین عزیز ٬ وائس چانسلر مېجر جنرل (ر) پروفېسر محمد اسلم او د …
د روغتيا او تعليم څانګې ته حكومت تر ټولو وړومبي پاملرنه كوي۔ یو اېچ اېس دې د څېړنې او تعليم په څانګو كښې داسې ګامونه پورته كړي

مزید خبریں
لاهور۔21 نومبر(اے پی پی ) د خزانې وفاقي وزير سناتور محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د یونیورسټی آف هېلت سائنسز لاهور بورډ آف ګورنرز 36 مه غونډه د ګل په ورځ اوشوه كومه كښې چې مالي كال 2016-17ء لپاره د 89 کروړ 57 لکهھ روپو بجټ منظور كړے شو۔ غونډه كښې پروفېسر ملک حسېن مبشر ٬ زرین عزیز ٬ وائس چانسلر مېجر جنرل (ر) پروفېسر محمد اسلم او د روغتيا او خزانې اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې وي سي د خپل پوهتنون د يو كال كاركردګۍ په اړه بريفېنګ وركړو۔ وفاقي وزير اسحاق ډار د پوهنتون كاركردګي ستائلو سره ووئيل حكومت د روغتيا او تعليم څانګو ته تر ټولو وړومبې پاملرنه كوي۔ يو اېچ اېس بايد د ريسرچ او طب څانګې ښه والي له هغه ګامونه پورته كړي چې ورسره عام وګړي ته هم ګټه وشي۔ ده ووئيل د پوهنتون کالا شاہ کاکو کېمپس جوړولو له به هم فنډ وركولې شي۔ بجټ كښې ریسرچ لپاره 4 کروړه 15 لکهھ روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ د روانو اخراجاتو په مد كښې 8 کروړه 87 لکهھ روپۍ اېښودلې شوي دي ِ دې سره سره بورډ د ملازمنيو په تنخاګانو كښې د 10 فيصد اېډهاك ريليف وركولو هم منظوري وركړے۔ د ملازمانو تنخا او نورو مراعاتو په مد كښې 20 کروړ 34 لکهھ او نورو پرمختيائي كارونو لپاره 45 کروړ 46 لکهھ روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ په دې كښې به د کالا شاہ کاکو کېمپس په جوړولو 42 کروړ روپۍ مصرف كولې شي۔ دغسې د امتحانونو كولو لپاره 10 نيم كروړه روپۍ بېلې كړې شوي دي










