وزيراعظم د نوموړي كوه پيما حسن سدپاره په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د نوموړي لرونكي كوه پيما حسن سدپاره په مړينه غمرازي ښكاره كولوسره وئېلي دي چې نن پاكستان د خپل اتل څخه محروم شو۔هغه د ګل په ورځ د پېنډۍ په يو روغتون كښې په حق ورسېد۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې د خوږ وطن د اعزازاتو ترلاسه كولو لپاره به د د حسن سدپاره هڅې تل …

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د نوموړي لرونكي كوه پيما حسن سدپاره په مړينه غمرازي ښكاره كولوسره وئېلي دي چې نن پاكستان د خپل اتل څخه محروم شو۔هغه د ګل په ورځ د پېنډۍ په يو روغتون كښې په حق ورسېد۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې د خوږ وطن د اعزازاتو ترلاسه كولو لپاره به د د حسن سدپاره هڅې تل په ښو ټكو كښې ياد ساتلې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې ارواښاد حسن سدرپاره عزم او خود اعتمادۍ هغه د نړۍ تر ټولو دنګې څوكې ته د ختلو جوګه كړې۔ټول قام د ده په غېر معمولي كاركردګۍ وياړ لري ۔ وزيراعظم دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي

مزید خبریں