په كابل كښې د پل چرخي زندان په عمله راوړونكي ګاډي په ځانمرګي بريد كښې 7 كسان مړه او 5 ژوبل شوي

كابل 31 اکتوبر (اے پي پي) د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د پل چرخي زندان په عمله راوړونكي ګاډي په ځانمرګي بريد كښې 7 كسان مړه او 5 ژوبل شوي دي۔ د كابل پوليسو وياند بشير مجاهد د شورو په ورځ په خپل بيان كښې ووئيل چې په ګاډي كښې د پل چرخي زندان عمله راوړل كېده۔ د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش له مخې …

كابل 31 اکتوبر (اے پي پي) د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د پل چرخي زندان په عمله راوړونكي ګاډي په ځانمرګي بريد كښې 7 كسان مړه او 5 ژوبل شوي دي۔ د كابل پوليسو وياند بشير مجاهد د شورو په ورځ په خپل بيان كښې ووئيل چې په ګاډي كښې د پل چرخي زندان عمله راوړل كېده۔ د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش له مخې ځانمرګي بريد كوونكې پياده راغلې و او چې كله د زندان ګاډې په ودانې ته داخل شو نو ده خپل ځان والوزولو۔ تر اوسه كومې ډلې د بريد مسئوليت نه دې منلې۔