رمله 30 اکتوبر(اے پي پي) د فلسطين اولس مشر محمود عباس د امريكې لخوا د فلسطين او اسرائيل شخړې حل لپاره تجويز شوې امن پلان د پېړې ډيل رد كړے او وئيلي ئې دي چې د امريكې ډيل يو سازش دے٬ كاميابې ته به پرې نه ښودل شي۔ د العربيه ټي وي له مخې اولس مشر عباس په رمله كښې د مركزي كونسل غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل …
د امريكې ډيل سازش دے٬ كاميابې ته به پرې نه ښودل شي۔ محمود عباس

مزید خبریں
رمله 30 اکتوبر(اے پي پي) د فلسطين اولس مشر محمود عباس د امريكې لخوا د فلسطين او اسرائيل شخړې حل لپاره تجويز شوې امن پلان د پېړې ډيل رد كړے او وئيلي ئې دي چې د امريكې ډيل يو سازش دے٬ كاميابې ته به پرې نه ښودل شي۔ د العربيه ټي وي له مخې اولس مشر عباس په رمله كښې د مركزي كونسل غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې اعلان شوے خو ډېل به كاميابې ته پرې نه ښودل شي۔ تاسو اوس د تاريخ په مهم پړاؤ ئې او د نوې لوظنامې د خطر څخه به باخبر پاتې كېدل وي۔ ده ووئيل چې امريكا به په يوه مياشت دوه كښې دا پلان وړاندې كړي خو مونږ باور وركوو چې د امريكې كوم سازشي پلان به كاميابې ته پرې نه ږدو۔ د امريكې سفارت القدس ته منقتل كړې شو٬ د فلسطيني كډوالو مالي حقوق عصب كړے شول۔ دوي د فلسطيني كډوالو شمېره د 60 لكو نه كمولو سره 40 زره كول غواړي









