ملګري ملتونه 20 نومبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو هغو هېوادونو ته خواست كړے كوم چې د جرائمو د نړيوال عدالت څخه جلا كېدل غواړي چې كه هغوي د جلا كېدو په ځائ د ادارې بهترې لپاره كار وكړي نو دا به زياته مناسبه وي۔ د ملګر ملتونو د عمومي سېكتر نائب وياند فرحان حق د خبري كنفرنس په مهال د ځينې هېوادونو لخوا د جرائمو نړيوال عدالت د مسئلو …
د جرائمو د نړيوال عدالت څخه جلا كېدل د مسئلې حل نه دے۔ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه 20 نومبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو هغو هېوادونو ته خواست كړے كوم چې د جرائمو د نړيوال عدالت څخه جلا كېدل غواړي چې كه هغوي د جلا كېدو په ځائ د ادارې بهترې لپاره كار وكړي نو دا به زياته مناسبه وي۔ د ملګر ملتونو د عمومي سېكتر نائب وياند فرحان حق د خبري كنفرنس په مهال د ځينې هېوادونو لخوا د جرائمو نړيوال عدالت د مسئلو لامل ګرځولو په اړه ووئيل چې مونږ خواهش لرو چې دا هېوادونه د جلا كېدو په ځائ د ادارې بهترې لپاره كار وكړي۔ د يادونې وړ ده چې سوئيلي افريقې په دې نړيوال عدالت د تعصب تور لګولو سره د غړيتوب منسوخ كولو اعلان كړے ٬ د دې نه پس برونډي او ګېمبيا هم داسې اشارې وركړې وې۔ د دې نه وړاندې روسيې او فلپائن هم د ادارې غړيتوب ختمولو اعلان كړے و۔










