په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو په پلوامه سيمه كښې يو كشميرې ځوان شهيد كړو

سرينګر 20 نومبر (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه عملياتو كښې په پلوامه سيمه كښې يو كشميرې ځوان شهيد كړے۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي عسكرو د رئيس احمد ډار په نوم دا ځوان د خالي په ماښام د پلوامه په كاكه پوره سيمه كښې د محاصرې او لټون عملياتو په مهال شهيد كړے۔ هندي ځواكونو ادعا كړې چې شهيد شوے ځوان مجاهد و۔ له بلې خوا خلقو د دې ځوان په شهادت په لويه پېمانه احتجاج كړے۔