په مېكسيكو كښې وسله والو د دوه ماشومانو پشمول 14 كسان وتښتول

مېكسيكو سټي 19 نومبر (اے پي پي) د مېكسيكو په سوئيلي سيمه كښې وسله والو د دوه ماشومانو پشمول 14 كسان تښتولي دي۔ د خبر له مخې د مېكسيكو د ګوئېرېرو ايالت د امنيت وياند رابرټو الوېرز ووئيل چې په كوم ګاډي كښې دا كسان تښول شوي دي هغه ګاډې په يو ځائ كښې په سړك سوځېدلې موندل شوے دے۔ وياند ووئيل چې د وسله والو تښتوونكو شمېره 30 وه۔ …

مېكسيكو سټي 19 نومبر (اے پي پي) د مېكسيكو په سوئيلي سيمه كښې وسله والو د دوه ماشومانو پشمول 14 كسان تښتولي دي۔ د خبر له مخې د مېكسيكو د ګوئېرېرو ايالت د امنيت وياند رابرټو الوېرز ووئيل چې په كوم ګاډي كښې دا كسان تښول شوي دي هغه ګاډې په يو ځائ كښې په سړك سوځېدلې موندل شوے دے۔ وياند ووئيل چې د وسله والو تښتوونكو شمېره 30 وه۔ د يادونې وړ ده چې په مېكسيكو كښې د وړاندې هم د تښتونې داسې پېښې رامېنځ ته كېږي او د تښتول شويو كسانو كورنيو ته د تاوان وركولو ټيليفونه كولې شي۔

مزید خبریں