جنېوا 19 نومبر (اے پي پي) د كډوالو په اړه د ملګرو ملتونو هائي كميښون ﴿يو اېن اېچ سي آر﴾ د ميانمر په راكهين ايالت كښې د روهنګيا مسلمانانو په حالت اندېښنه ښودلې او د ميانمر حكومت ئې خبردارې وركړې چې د روهنګيا مسلمانانو د ژوند تحفظ دې باوري كړي۔ د كډوالو د نړيوالې ادارې وياند اېډريان اېډورټز په جنېوا كښې د خبري كنفرنس په مهال ووئيل چې د ميانمر …
ملګرو ملتونو د روهنګيا مسلمانانو په حالت اندېښنه وښودله٬ د ميانمر حكومت دې د روهنګيا مسلمانانو د ژوند تحفظ باوري كړي۔ د يو اېن اېچ سي آر وياند

مزید خبریں
جنېوا 19 نومبر (اے پي پي) د كډوالو په اړه د ملګرو ملتونو هائي كميښون ﴿يو اېن اېچ سي آر﴾ د ميانمر په راكهين ايالت كښې د روهنګيا مسلمانانو په حالت اندېښنه ښودلې او د ميانمر حكومت ئې خبردارې وركړې چې د روهنګيا مسلمانانو د ژوند تحفظ دې باوري كړي۔ د كډوالو د نړيوالې ادارې وياند اېډريان اېډورټز په جنېوا كښې د خبري كنفرنس په مهال ووئيل چې د ميانمر حكومت دې د رهنګيا مسلمانانو د ځان او مال تحفظ باوري كړي او د دوي ژوند بچ كولو لپاره دې د مرستې چارې پېل كړې شي۔ د يادونې وړ ده چې په ميانمر كښې د بدھ مت شدت خوښي د څو كلونو راهسې په روهنګيا مسلمانانو بريدونه كوي او د زرګونو په شمېر روهنګيا مسلمانان په كور پرېښودلو مجور شوي دي۔ دا مسلمانان جنسي او جسماني تشدد سره مخ دي۔










