د هند په شمال ختيز كښې د ياغيانو په بريد كښې درې عسكر ووژل شول

ګوهاټي 19 نومبر (اے پي پي) د هند په شمال ختيز كښې د ياغيانو په بريد كښې درې عسكر وژل شوي دي۔ د خبر له مخې د هند د آسام ايالت څخه 6 سوه كلوميتره لرې په پنګېري ځنګلي سيمه كښې ياغيانو د پوځ په دوه ګاډو بريد وكړو۔ په بريد كښې د هندي پوځ دري اهلكار مړه او درې ژوبل شوي دي۔ د پېښې په اطلاع پوځي چورلكه سيمې …

ګوهاټي 19 نومبر (اے پي پي) د هند په شمال ختيز كښې د ياغيانو په بريد كښې درې عسكر وژل شوي دي۔ د خبر له مخې د هند د آسام ايالت څخه 6 سوه كلوميتره لرې په پنګېري ځنګلي سيمه كښې ياغيانو د پوځ په دوه ګاډو بريد وكړو۔ په بريد كښې د هندي پوځ دري اهلكار مړه او درې ژوبل شوي دي۔ د پېښې په اطلاع پوځي چورلكه سيمې ته ورسېده او ژوبل شوي عسكر ئې روغتون ته ورسول۔ تر اوسه د دې پېښې پړه كومې ډلې پغاړه نه ده اخيسې خو پوليسو وئيلي دي چې په دې بريد كښې د آسام ياغيان ككړ كېدے شي۔

مزید خبریں