صنعا 19 نومبر (اے پي پي) په يمن كښې په تازه نښتو كښې نور 20 وګړي مړه شوي دي۔ د طبي ذريعو له مخې دا كسان د يمن د حكومتي ځواكونو او د حوثي ياغيانو ترمېنځه په نښتو كښې مړه شوي دي۔ د يمن د حكومتي ځواكونو او د حوثي ياغيانو ترمېنځه په تغز ښار كښې سختې نښتې روانې دي۔ حكومتي ځواكونه هڅه كوي چې د تغز ښار نه ياغيان …
په يمن كښې په نښتو كښې نور 20 وګړي مړه شوي دي

مزید خبریں
صنعا 19 نومبر (اے پي پي) په يمن كښې په تازه نښتو كښې نور 20 وګړي مړه شوي دي۔ د طبي ذريعو له مخې دا كسان د يمن د حكومتي ځواكونو او د حوثي ياغيانو ترمېنځه په نښتو كښې مړه شوي دي۔ د يمن د حكومتي ځواكونو او د حوثي ياغيانو ترمېنځه په تغز ښار كښې سختې نښتې روانې دي۔ حكومتي ځواكونه هڅه كوي چې د تغز ښار نه ياغيان وباسي۔ د بې پولې طبيبانو ﴿ ډاكټرز ود آؤټ بارډرز﴾ تنظيم وئيلي دي چې په مړو كسانو كښې د دوي يو كاركن هم شامل دے۔










