مذاكرات په افغانستان كښې د پوخ امن راوستلو يواځنې لار ده۔ ډاكټر مليحه لودھي

ملګري ملتونه 19 نومبر (اے پي پي) پاكستان په افغانستان كښې د امنيت په وراندېدونكې وضعه٬ د تشدد په پېښو او وګړو په مرګ اندېښنه ښودلو سره وئيلي دي چې مذاكرات په افغانستان كښې د پوخ امن راوستلو يواځنې لار ده٬ پاكستان ځنډ سره د مخ شويو مذاكراتو په بيا پېل كولو كښې مرستې ته چمتو دے٬ د نړۍ د ټولو نه د لويو او موثره عملياتو د لارې مو …

ملګري ملتونه 19 نومبر (اے پي پي) پاكستان په افغانستان كښې د امنيت په وراندېدونكې وضعه٬ د تشدد په پېښو او وګړو په مرګ اندېښنه ښودلو سره وئيلي دي چې مذاكرات په افغانستان كښې د پوخ امن راوستلو يواځنې لار ده٬ پاكستان ځنډ سره د مخ شويو مذاكراتو په بيا پېل كولو كښې مرستې ته چمتو دے٬ د نړۍ د ټولو نه د لويو او موثره عملياتو د لارې مو د ترهګرو محاصره كړې۔ دا خبرې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودھي د افغانستان په وضعه په بحث كښې برخه اخستلو سره كړې دي۔ هغې ووئيل چې د افغان دولت او د افغان طالبانو ترمېنځه يوازې مذاكرات د افغانستان د پخوانې مسئلې حل دے۔ هغې ووئيل چې په افغانستان كښې سولې او تفاهم لپاره د مذاكراتو په اړه د پاكستان د دريځ اوس نړيوالې ټولنې هم توثيق كړے دے او په دې لړ كښې د نړيوالې ټولنې ترمېنځه موافقه هم شته۔ هغې ووئيل چې دې سره سره د مېنځګړتوب په دې عمل كښې د ځائي او سيمه ايزو ګټو له امله مايوسي هم خپرولې شي كومه چې د داعش او د القاعده د ترهګرې په ضد كمپائن لپاره هم زيان منه ده۔ هغې ووئيل چې بايد نړيواله ټولنه په ښه ډول د دې ځائي ګټو په ضد فشار راوړي چې دغسې مذاكرات وشي او مونږ ټول د ترهګرې پھ نړيوال خطر قابو بيامومو۔ هغې ووئيل چې پاكستان د مذاكراتو عمل په بيا پېل كولو كښې مرستې ته تيار دے خو دا يوازې په هغه صورت كښې كېدے شي كله چې ټولې افغان ډلې په خپله خوښه د مذاكراتو هغه لار خپله كړي د كومې چې د امريكې او چين پشمول څلورو واړو ډلو ملاتړ كړے۔ پاكستانې استازې ووئيل چې په ختيمه پوله سره د بريدونو او كړكېچ پاكستان د هند په امر تسر ښار كښې د اسيا زړه په كنفرنس كښې د ګډون كولو پرېكړه كړې كومه چې په افغانستان كښې سولې او پرمختګ لپاره د پاكستان د پوخ عزم عكاسي كوي خو له بده مرغه د راتلونكي كنفرنس د كوربه هېواد د پالېسو له امله د اسيا زړه ژوبل ژوبل دے۔ پاكستانې استازې افغان دولت ته ووئيل چې هغه دې په افغانستان كښې د تحريك طالبان پاكستان پټنځايونه ختم كړي۔ هغې ووئيل چې پاكستان پرله پسې دا خبره كوي چې افغان دولت دې په نړيواله پوله د سخت كنټرول او بارډر مېنجمنټ طريقې ته حتمي شكل وركولو لپاره مرسته وكړي او پولې د بلې خوا د بريدونو مخ نيوي لپاره دې د پاكستان او افغانستان په پوله د زيات خطر په سيمو كښې دې د پاكستان لخوا د تار لګولو د عمل ملاتړ وكړي۔ هغې ووئيل چې پاكستان د پولې معاملو حل لپاره د لوړې پاې مشاورتي مېكانزم د لارې افغان دولت سره په ګډه كار كولو ته تيار دے۔ هغې ووئيل چې پاكستان په دې ورستيو لسيزو كښې د 30 لكو نه زيات افغان كډوالو ته هركلې وئيلې او هيله ده چې افغان كډوال نه په حفاظت سره په عزت او خوښې خپل وطن ته ستانه شي

مزید خبریں