اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) سېنېټ د پيپلز ګوند لارښود او د پخواني سناتور جهانګیر بدر په مړينه د غمرازۍ قرارداد منظور كړې دې ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې سناتور تاج حېدر په دې لړ كښې قرارداد وړاندې كړو۔ قرارداد كښې وئيلي شوې چې دا ايوان د ډاكټر جهانګير بدر په مړينه د افسوس څرګندونه كوي۔ ارواښاد په كال 1988 كښې په وړومبي ځل …
سېنېټ د پخواني سناتور جهانګیر بدر په مړينه د غمرازۍ قرارداد منظور كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) سېنېټ د پيپلز ګوند لارښود او د پخواني سناتور جهانګیر بدر په مړينه د غمرازۍ قرارداد منظور كړې دې ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې سناتور تاج حېدر په دې لړ كښې قرارداد وړاندې كړو۔ قرارداد كښې وئيلي شوې چې دا ايوان د ډاكټر جهانګير بدر په مړينه د افسوس څرګندونه كوي۔ ارواښاد په كال 1988 كښې په وړومبي ځل د قامي اسمبلۍ غړې ټاكلې شوې ؤ او د دې نه پس وفاقي وزير جوړ شوے ؤ ٬په كال 1994 كښې سناتور وټاكلې شو او د سياسي چارو وزير جوړ شو٬ په كال 2009 كښې بيا د سېنېټ غړې وټاكلې شو او د ايوان مشر غوره كړې شو ۔ هېواد كښې جمهوريت او د اولس حقونو لپاره د ارواښاد خدمات به تل ياد ساتلې شي ۔ دغسې په يوه خله دا قرارداد منظور كړو۔










