د سېنېټ چیئرمېن او دوهم چیئرمېن ، سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر او مخالفې ډلې مشر د اے این پی لارښود حاجی محمد عدیل په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد 18 نومبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن میا رضا ربانی د عوامی نېشنل ګوند لارښود حاجی محمد عدیل په مړينه غمرازي ښكاره كړي ده ۔ د جمعې په ورځ د غمرازۍ په خپل بیان كښې میا رضا ربانی ووئيل د حاجی محمد عدیل د جمهوریت لپاره خذمات به تل ياد ساتلې شي۔ ارواښاد حاجی محمد عدیل يو زيرك سياستمدار وه چا چې ټول عمر د جمهوریت قوي …

اسلام آباد 18 نومبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن میا رضا ربانی د عوامی نېشنل ګوند لارښود حاجی محمد عدیل په مړينه غمرازي ښكاره كړي ده ۔ د جمعې په ورځ د غمرازۍ په خپل بیان كښې میا رضا ربانی ووئيل د حاجی محمد عدیل د جمهوریت لپاره خذمات به تل ياد ساتلې شي۔ ارواښاد حاجی محمد عدیل يو زيرك سياستمدار وه چا چې ټول عمر د جمهوریت قوي كولو له هلې ځلې كړي ۔ ده ووئيل د هغه د مرګ سره هيواد د يو ښه سیاستمدار څخه محروم شو۔ میا رضاربانی د ارواښد كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښد له خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د سېنېټ دوهم چیئرمین مولانا عبدالغفور حیدر، سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه محمد ظفرالحق، سېنېټ كښې مخالفې ډلې مشر اعتزاز احسن هم د حاجی محمد عدیل په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده

مزید خبریں