سیاست د عمران د وس كار نه دے ، د پارلمان شريكه غونډه كښې كه هغه ګډون كړے ؤ نو پاکستان به لا قوي شوے ؤ ،سعد رفیق

اسلام آباد 17 نومبر (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود او د ريلوے وزير خواجه سعد رفیق وئيلي دي د وزیر اعظم محمد نواز شریف پارلمان ته درې واړه وېناګانې مماثلت لري، سیاست كول د عمران خان د وس كار نه دے ، د پارلمان شريكه غونډه كښې كه هغه ګډون كړې ؤ نو پاکستان به لا قوي شوے ؤ۔ د زيارت به ورځ د پاناما کېس …

اسلام آباد 17 نومبر (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود او د ريلوے وزير خواجه سعد رفیق وئيلي دي د وزیر اعظم محمد نواز شریف پارلمان ته درې واړه وېناګانې مماثلت لري، سیاست كول د عمران خان د وس كار نه دے ، د پارلمان شريكه غونډه كښې كه هغه ګډون كړې ؤ نو پاکستان به لا قوي شوے ؤ۔ د زيارت به ورځ د پاناما کېس سماعت نه پس سپریم کورټ نه بهر ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د نن عدالتی کارروائي رحمت ګڼو چې د پاکستان مسلم لیګ (ن) او د پاكستان وزیراعظم موقف د مخالفينو لخوا عدالت ته په ښه ډول وړاندې كړې شو دغسې عدالت لخوا عمران خان ته ووئيلي شول چې ته سیاست نه سپيناوې وكړه چې د چا مقدمه كوي او د وزیراعظم پاکستان په ضد چې كوم دستاویزات عدالت كښې جمع شوي هغه بيا د سره ولوله او دې نه پس بيا د اعتراضاتو خبره وكړه۔ خواجه سعد رفیق ووئيل مونږ به دلته نه بريالي كېږو او مخالفین به ماتې سره مخ كېږي۔ ده ووئيل عدالت چې كومه هم پريكړه وكړه د هغې به احترام کولې شي۔ د ترکيه اولس مشر د پاکستان راتږ په حقله ده ووئيل ميلمه اولس مشر به د پارلمان شريكې غونډې ته خطاب کوي او پاکستان تحریک انصاف پارلمان كښې 34 چوكۍ لري هغوي د پارلمان شريكې غونډې څنه په بائیکاټ كولو اولس له څه پیغام وركول غواړي ۔ د ريلوې وزیر ووئيل كه عمران خان د پارلمان شريكه غونډه كښې ګډون كړے ؤ نو دې سره به د پاکستان وقار نور هم زيات شوے ؤ دا د هغه قامی ذمه واري وه۔ ده ووئيل پارلمان كښې د كوم هم ګوند اجارہ داری نه وي دا د قام په ووټونو ناست غړي وي۔ ده ووئيل دې نه وړاندې هم عمران خان په مهه مسئله د کشمیر په لړ كښې شريكه غونډه كښې ګډون نه ؤ كړے كومه كښې چې ټولو سياسي ګوندونو د يووالي څرګندونه كړې وه۔ ده ووئيل عمران خان چرې هم د خپلې روی وضاحت نه دې كړې ، بايد عمران خان خپله رويه بدله كړي

مزید خبریں