بي بي سي په 11 نويو ژبو كښې د خپرونو پېل كولو اعلان وكړو

لندن 17 نومبر (اے پي پي) د برتانيې د خپرونې ادارې ﴿بي بي سي﴾ نړيوال سروس په 11 نويو ژبو كښې د خپرونو پېل كولو اعلان وكړو۔ د كارپورېشن د كال 1940م نه پس دا وړومبې ځل دے چې د بي بي سي خپرونې په دومره لويه اندازه پراخا كېږي۔ د بي بي سي په نړيوال سروس كښې دا پراختيا د مالي مرستې په نتيجه كښې ممكن شوې د كومې اعلان چې تېر كال د برتانيې حكومت كړے و۔ په كومو نويو ژبو كښې چې خپرونې پېل كول كېږي په هغو كښې په هند كښې وئيل كېدونكې څلور ژبې پنجابي٬ تيلګو٬ ګجراتي او مراټھي هم شاملې دي۔ توقع ده چې دا ژبې به په كال 2017م كښې پېل شي۔