د اګست په مياشت كښې د 4 ماشومانو پشمول 19 فلسطينيان د اسرائيل په ترهګرې كښې شهيدان شوي دي

غزه 01 ستمبر (اے پي پي) د اګست په مياشت كښې د 4 ماشومانو پشمول 19 فلسطينيان د اسرائيل په ترهګرې كښې شهيدان شوي دي۔ د تنظيم آزادي فلسطين تر سيوري لاندې د عبدالله الحوراني سټډي سنټر لخوا په جاري شوي يو راپور كښې وئيلي شوي دي چې د اګست كال 2018م په مهال په عرب اردن او د عزه په پوله د اسرائيل د رياستي ترهګرې په نتيجه كښې د څلورو ماشومانو پشمول 19 فلسطينيان شهيدان شوي دي۔ دې ټولو فلسطينيانو د خپل حق لپاره احتجاج كولو۔