چينائي كشتې د بنګله دېش 7 كب نيوونكي د ډوبېدو نه بچ كړل

ډهاكه 24 اګست (اے پي پي) د بنګله دېش ساحلي ښار چټاګانګ سره نزدې په مرسارائي سيمه كښې د كب نيوونكو د كشتې ډوبېدو پېښه رامېنځ ته شوې۔ د پېښې په وخت نزدې تېرېدونكې د چين كاروباري كشتې په سمدستي توګه مرسته كولو سره په كشتې كښې سواره 7 كب نيوونكي د ډوبېدو نه بچ كړل چې پكښې 3 ماشومان هم شامل دي۔ چينائي كشتې دې ټولو كسانو ته خوراك٬ اوبه او لباس هم وركړې۔