ملګري ملتونه 14 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه كښې په جارحيت د تركيه او الجزائر لخوا د اسرائيل په ضد وړاندې كړی شوې٬د غندنې قرارداد پھ لويې اكثريت سره منظور كړواو د فلسطين په حماس مقاؤمتي ډله د تور لګولو د امريكې هڅه رد كړې شوې۔د غندنې د قرارداد په حق كښې په 193مه كسيزه عمومي اسمبلۍ كښې 120 رائې وركړې شوې او په …
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه كښې په جارحيت د تركيه او الجزائر لخوا د اسرائيل په ضد وړاندې كړی شوې

مزید خبریں
ملګري ملتونه 14 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه كښې په جارحيت د تركيه او الجزائر لخوا د اسرائيل په ضد وړاندې كړی شوې٬د غندنې قرارداد پھ لويې اكثريت سره منظور كړواو د فلسطين په حماس مقاؤمتي ډله د تور لګولو د امريكې هڅه رد كړې شوې۔د غندنې د قرارداد په حق كښې په 193مه كسيزه عمومي اسمبلۍ كښې 120 رائې وركړې شوې او په مخالفت كښې يې يوازې 8 رائې وركړې شوې٬ 45 غړو پھ دې عمل كښې برخه وانخسته۔د امريكې لخوا په قرارداد كښې يو بدلون تجويز كړې شو چې له مخې يې د حماس غندنه شوې وه خو د دې لپاره پكار اكثريت ترلاسه نه شو او دغسې دا بدلون رد كړی شو۔د يادونې وړ ده چې د تېرو څو ورځو په مهال په غزه كښې د ا سرائيل په عملياتو كښې 129 فلسطينيان شهيدان او د سلګونو په شمېر ژوبل شوي۔په دې موقع د امريكې استازي په خپله وېنا كښې دا قرارداد د اسرائيل په ضد تعصب وګرځولو









