د چين اولس مشر شي جنګ پن په بلنه د اولس مشر ممنون حسېن د اې سي او كونسل 18مه غونډه كښې ګډون كولو له د چين دوره د اولس مشر ممنون حسېن د چين اولس مشر شي جنګ پنګ ٬ د روسيه اولس مشر پيوټن ٬ د تاجكستان اولس مشر رحمانوف او د ايران او ازبكستان اولس مشرانو سره ملاقاتونه د غړو هېوادونو مشرانو غونډه كښې په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د خيالاتو څرګندونه ٬ د وړاندې كړې شويو موقعو څخه زياتو نه زياتې ګټې پورته كولو ، په شريك باور كښې په زياتوالي د رضامندۍ څرګندونې ٬ د انتها خوښۍ ختمولو ٬ د نشائي توكو لعنت مخنيوي ٬ تجارتي اسانيو او د ماحولياتي تحفظ په شمول نورې لوظنامې شامل

چنګ ډاؤ ۔ 10 جون (اے پی پی) د چين اولس مشر شي جنګ پنګ په بلنه اولس مشر ممنون حسېن د اې سي او كونسل 18مه غونډه كښې ګډون كولو له د چين په دوره دے۔ د دې كونسل د مشرانو غونډه كال كښی يو ځل كېږي كوم چې اېس سي او د پرېكړه كولو تر ټولو لوې فورم دے۔ په آستانه كښې كال 2017ء كښې شوې سرمشريزه غونډه …

چنګ ډاؤ ۔ 10 جون (اے پی پی) د چين اولس مشر شي جنګ پنګ په بلنه اولس مشر ممنون حسېن د اې سي او كونسل 18مه غونډه كښې ګډون كولو له د چين په دوره دے۔ د دې كونسل د مشرانو غونډه كال كښی يو ځل كېږي كوم چې اېس سي او د پرېكړه كولو تر ټولو لوې فورم دے۔ په آستانه كښې كال 2017ء كښې شوې سرمشريزه غونډه كښې د كونسل چیئرمېن شپ چین ته وركړې شوې وو كوم به چې اوس قرغستان سره وي۔ تېره ورځ د چين اولس مشر شي جنګ پنګ د غونډې مشري وكړه۔ غونډه كښې د پاكستان اولس مشر سره سره د قزاقستان، روس، تاجکستان او ازبکستان اولس مشرانو ٬ د هند وزيراعظم او د څلور مبصر هېوادونو افغاستان، بېلا روس، ایران او منګولیا اولس مشران ګډون وكړو۔ په دې غونډه كښې په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دوئي د تنظيم لخوا وړاندې كړې موقعو څخه د زياتو ګټو پورته كولو له په مرسته كولو او د شريك باور په زياتولو رضامندي ښكاره كړه۔ د اېس سي او سمټ په مهال 20 څخه زياتې لوظنامې لاس ليك شوې۔ په دې كښې چنګ چاؤ اعلامیه ، د اوږدې مودې غوره ګاونډيتوب ٬ د ملګرتيا او مرستې په اېكشن پلان عملدرآمد، د دهشت ګری، بېلتون خوښۍ او انتها خوښۍ ختمولو له كوآپرېشن پلان، د نشائي توكو لعنت مخنيوي ٬ د تجارتي اسانيو اعلاميې ٬ د ماحولياتي تحفظ وژن په شمول نورې لوظنامې شامل دي۔ کونسل په دې مهال د اېس سی او نوي سېكتر امامووچ او د اېس سی او ریجنل اېنټی ټېررسټ سټرکچر اي ډي فائیوزو وچنیوو د تعينات كېدو منظوري هم وركړه۔ اولس مشر ممنون حسېن خپل خطاب كښې د اېس سي او غړو هېوادونو عمومي سېكتر ٬ د ريجنل اېنټي ټېررسټ سټركچر اي ډي مننه وكړه چا چې د پاكستان تنظيم كښې شاملولو له د قدر مرسته او ملاتړ كړې۔ اولس مشر د اېس سي او ترمينځھ رابطو او معاشي سالميت له د پاكستان هغه خوښي ښكاره كړه كومه چې د يورو اېشيا ٬ چين ٬ سنټرل او د ساؤت اېشيا ترمينځه ده او د پاكستان دلارې ئې د توان راهدارۍ ٬ ټرانزټ او تجارت پېشكش وكړو۔ په دې لړ كښې اولس مشر د سي پېك حواله وركړه۔ اولس مشر امناك او مستحكم افغانستان لپاره د افغان اولس مشر اشرف غني پورته كړې ګامونه خوشبين وګرځول۔ اولس مشر د غونډې په مهال د چين اولس مشر شی جنګ پنګ، د روسيه اولس مشر پيوټن ٬ د تاجكستان اولس مشر رحمانوف، د ایران اولس مشر روحانی او د ازبكستان اولس مشر سره هم ملاقات وكړو۔

مزید خبریں