د اولس مشر ممنون حسېن او دده ازبكي همڅنګ ترمينځھ د شريكې ګتې په څانګو كښې په مرسته زياتولو اتفاق

چنګ ډاؤ ۔ 10 جون(اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن او د ده د ازبكستان خپل همڅنګ مير ضييوف د شريكو ګټو په څانګو كښې د مرستې په لا زياتولو اتفاق كړې۔ د چين په چنګ ډاؤ ښار كښې اولس مشر منون حسېن د ازبكستان خپل همڅنګ سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال اولس مشرد شنګھائي مرستې تنظيم غړېتوب په ترلاسه كولو كښې په مرسته كولو د خپل …

چنګ ډاؤ ۔ 10 جون(اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن او د ده د ازبكستان خپل همڅنګ مير ضييوف د شريكو ګټو په څانګو كښې د مرستې په لا زياتولو اتفاق كړې۔ د چين په چنګ ډاؤ ښار كښې اولس مشر منون حسېن د ازبكستان خپل همڅنګ سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال اولس مشرد شنګھائي مرستې تنظيم غړېتوب په ترلاسه كولو كښې په مرسته كولو د خپل ازبكي همڅنګ مننه وكړه۔ اولس مشر د اېس سی او د ترهګرۍ مخنيوي سيمه ايز سټركچر (آر اے ټی اېس) كښې د ازبكستان د بنيادي كردار ستائنه كولو سره د پاكستان لخوا سيمه ايز امن او سلامتيا له د آر اے ټي اېس هڅې عملي كولو له د خپل لوظ پخلې وكړو۔ اولس مشر ووئيل پاكستان ازبكستان سره پخوانۍ دوه اړخيزه تاريخي او كلتوري اړيكې لري۔ ده ووئيل په اولسي كچه رابطو لا زياتولو ته اړتيا ده۔ ده ازبكستان ته د پاكستان د رابطو صلاحيت څخه د استفادې كولو پېشكش وكړو۔ اولس مشر ووئيل د ازبک ایئروېز د لاهور او تاشقند ترمينځھ د نېغ په نېغه پروازونو بحال كېدل د دوه اړخيزه سېلګرۍ او اولسي كچې رابطو زياتولو كښې مرستيال كردار ترسره كولې شي۔ اولس مشر د افغانستان په مشرتابه كښی د افغان امن عمل او په جنګ ځپلي هېواد كښې د امن په ځائې كولو له د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ دواړه لارښود د توان ٬ كركيلې ٬ تعليم ٬ بنيادي اډانې او مواصلات په شمول د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته سلا شول۔ دواړو لارښودو د تجارت ٬ معيشت ٬ سرمايه كارۍ ٬ كلتور ٬ تعليم او سائنس او ټېكنالوجي په څانګو كښې د مرستې بېلو اړخونو جاج هم واخست۔

مزید خبریں