چنګ ډاؤ۔ 10 جون (اے پی پی) د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو كونسل 18 مه غونډه د چين په چنګ ډاؤ ښار كښې د اتوار په ورځ پېل شوه۔ په ابتدائي سېشن كښې د ټولو غړو هېوادونو لارښودو او مبصرينو ګډون وكړو۔ دا غونډه د چين اولس مشر شي جن پنګ په مشرۍ كښې د چنګ ډاؤ په نړيوال كنفرنس سېنټر كښې كېږي۔ دچين اولس مشر په بلنه اولسمشر …
د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو كونسل 18 مه غونډه د چين په چنګ ډاؤ ښار كښې پېل شوه۔ دچين اولس مشر په بلنه اولسمشر ممنون حسېن په غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي

مزید خبریں
چنګ ډاؤ۔ 10 جون (اے پی پی) د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو كونسل 18 مه غونډه د چين په چنګ ډاؤ ښار كښې د اتوار په ورځ پېل شوه۔ په ابتدائي سېشن كښې د ټولو غړو هېوادونو لارښودو او مبصرينو ګډون وكړو۔ دا غونډه د چين اولس مشر شي جن پنګ په مشرۍ كښې د چنګ ډاؤ په نړيوال كنفرنس سېنټر كښې كېږي۔ دچين اولس مشر په بلنه اولسمشر ممنون حسېن په غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ د پاكستان په تنظيم كښې د غړي په حېث شاملېدو څخه وروستو دا اولنۍ غونډه ده۔ دې څخه وړاندې به پاكستان د مبصر په حېث ګډون كولو۔ اولسمشر ممنون حسېن دې غونډه كښې د 8 غړو هېوادونو مشرانو كومو كښې چې هندي وزيراعظم نرېندر مودی، د قزاخستان اولسمشر نور سلطان نذر بایوف ، د چین اولسمشر شی جن پنګ ، د کرغزستان اولسمشر اېس جین بیکوف، د روسيه اولس مشر ولادی میرپیوټن، د تاجکستان اولسمشر ای رحمن او د ازبکستان اولس مشر اېم مرزایوف شامل دے ګډون كوي۔ افغانستان ، بېلا روس ، ایران ، منګولیا او ترکمانستان د مبصر هېوادونو په توګه كنفرنس كښې ګډون كوي۔ دې سره سره په دې مهمه غونډه كښې د ملګرو ملتونو ٬ دولت مشتركه ، اجتماعی سلامتيا تنظيم ٬ ، جنوب مشرقی ایشیائی هېوادونو تنظيم او د آئي اېم اېف استازي هم شامل دي۔ د پرانستې غونډې ته د چين اولسمشر شي جن پنګ خطاب وكړو او د تنظيم په اهميت ئې رڼا واچوله۔ دې څخه وړاندې د چين اولسمشر مېلمنو ته هركلې ووې۔











