واشنګټن 07 جون (اے پي پي) د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو وئيلي دي چې امريكې د هغو راپورونو علم لري په كومو كښې چې وئيلي شوي دي چې اېران د يورنيم غني كولو مقدار زياتوي خو اېران ته به په يو صورت هم د اتومي وسلې جوړولو اجازه ورنه كړو۔ د نړيوالې مېډيا له مخې په يو بيان كښې د امريكې خارجه وزير وئيلي دي دي چې د يورنيم …
اېران ته به د اتومي وسلې جوړولو اجازه ورنه كړو۔ د امريكې خارجه وزير

مزید خبریں
واشنګټن 07 جون (اے پي پي) د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو وئيلي دي چې امريكې د هغو راپورونو علم لري په كومو كښې چې وئيلي شوي دي چې اېران د يورنيم غني كولو مقدار زياتوي خو اېران ته به په يو صورت هم د اتومي وسلې جوړولو اجازه ورنه كړو۔ د نړيوالې مېډيا له مخې په يو بيان كښې د امريكې خارجه وزير وئيلي دي دي چې د يورنيم د غني كولو د مقدار زياتولو په اړه د اېراني راپورونو جاج اخلو۔ ده ووئيل چې د اېران د اتومي وسلو د تيارې به په هر صورت مخه نيسو۔ د يادونې وړ ده چې تېره مياشت د امريكې خارجه وزير د بندېزونو نه بچ كېدو لپاره د اېران په وړاندې 12 شرائط ايښي وو











