په ختيز افغانستان كښې په ډرون بريدونو او فضائي عملياتو كښې 30 جنګيالي مړه او په بغلان كښې د مارټر په بريد كښې د يوې كورنې 7 غړي وژل شوي

كابل 31 اکتوبر(اے پي پي) په ختيز افغانستان كښې په ډرون بريدونو او فضائي عملياتو كښې 30 جنګيالي مړه او په بغلان كښې د مارټر په بريد كښې د يوې كورنې 7 غړي وژل شوي دي۔ د افغانستان ځائي مېډيا له مخې د كورنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې تېره ورځ په كونړ كښې په يو فضائي بريد كښې 19 وسله وال جنګيالي وژل شوي دي چې پكښې غېر ملكيان هم شامل دي۔ په ننګرهار ولايت كښې په ډرون بريدونو كښې د داعش 11 جنګيالي وژل شوي دي۔ په بغلان ولايت كښې د مارټر په بريد كښې د يوې كورنې 7 غړي وژل شوي دي۔ د چارواكو له مخې دا مارټر بريد د طالبانو لخوا شوے و كوم چې په كوم چې په يو كور لوېدلې۔ په مړو كسانو كښې ښځې او ماشومان هم شامل دي۔ په كندهار كښې د سړك پغاړه د مائن په چاودنه كښې يو تن مړ او دوه ژوبل شوي دي۔