د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرې كښې د قومي سلامتيا كمېټۍ غونډه په ډان ورځپاڼه كښې د مئي په 12مه نېټه د ممبئۍ بريدونو په تناظر كښې چاپ شوې خبر غلط او ګمراه كن وګرځول شو٬ د ګمراه كن دعوو غندنه د ممبئي بريدونو كېس منطقي انجام ته په رسولو كښې د تاخير ذمه وار پاكستان نه بلكې هند دے٬ اجمل قصاب ته د رسنې نه انكار او په عجلت كښې د پاڼسۍ وركړه د كېس منطقي انجام ته په رسولو كښې بنيادي خند جوړ شو٬ پاكستان په سمجهوتا اېكسپرېس او په جاسوس كلبهوشن ياديو اوس هم د هند لخوا مرستې ته په انتظار دے۔ پاكستان به د ترهګرې په ضد په ټولو محاذونو په جنګ كښې خپل بشپړه كردار روان ساتي۔ د قومي سلامتيا كمېټي

اسلام آباد 14مئي (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرې كښې په غونډه كښې د قومي سلامتيا كمېټۍ په ډان ورځپاڼه كښې د مئي په 12مه نېټه د ممبئي بريدونو په تناظر كښې چاپ شوې خبر غلط او ګمراه كن ګرځولو سره دا تورونه رد كړي او د دې ګمراه كن دعوو ئې غندنه كړې او كمېټۍ وئيلي دي چې د ممبئي بريدونو كېس منطقي انجام ته …

اسلام آباد 14مئي (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرې كښې په غونډه كښې د قومي سلامتيا كمېټۍ په ډان ورځپاڼه كښې د مئي په 12مه نېټه د ممبئي بريدونو په تناظر كښې چاپ شوې خبر غلط او ګمراه كن ګرځولو سره دا تورونه رد كړي او د دې ګمراه كن دعوو ئې غندنه كړې او كمېټۍ وئيلي دي چې د ممبئي بريدونو كېس منطقي انجام ته په رسولو كښې د تاخير ذمه وار پاكستان نه بلكې هند دے۔ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوې خبر پاڼې له مخې د قومي سلامتيا كمېټۍ 22مه غونډه د ګل په ورځ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې په ايوان وزيراعظم كښې وشوه۔ په غونډه كښې د دفاع او خارجه چارو وزير خرم دستګير٬ د خزانې وزير مفتاح اسماعيل٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبېر محمود حيات٬ چيف آف آرمي سټاف جنرال قمر جاوېد باجوه٬ چېف آف نېول سټاف اېډمرل ظفر محمود عباسي٬ چېف آف ايئر سټاف ايئر مارشل مجاهد انوار خان٬ د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرال نويد مختار٬ د قومي سلامتيا سلاكار لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ ناصر خان جنجوعه او اعلٰی سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په ډان ورځپاڼه كښې د مئي په 12مه نېټه كال 2018م د ممبئي بريدونو په تناظر كښې د خپور شوي بيان جاج واخستل شو۔ ګډون كوونكو په متفقه توګه دا بيان غلط او ګمراه كن وګرځولو۔ ګډون كوونكو ووئيل چې له بده مرغه د دې بيان نه چې كوم تاثر رامخې ته شوے او چې كومه رايه وړاندې راغلې٬ هغه نه يوازې د غلط فهمې په بنياد ده بلكې په دې كښې كوټلي حقائق هم نظر انداز كړې شوي دي۔ د كوټلو حقائقو په ضد بيان جاري كول افسوس ناك دي۔ ګډون كوونكو په متفقه توګه دا تورونه رد كولو سره د ګمراه كن دعوو غندنه كړې۔ ګډون كوونكو ووئيل چې د ممبئي بريدونو كېس منطقي انجام ته په رسولو كښې د تاخير ذمه وار پاكستان نه بلكې هند دے۔ د تحقيقاتو په مهال د مرستې نه د انكار نه علاوه مركزي تورن اجمل قصاب ته د رسنې نه انكار هم وكړے شو او په عجلت كښې پاڼسي وركول كېس منطقي انجام ته په رسولو كښې بنيادي خند جوړ شو۔ دغسې پاكستان په سمجهوتا اېكسپرېس او په جاسوس كلبهوشن ياديو اوس هم د هند لخوا د مرستې انتظار كوي۔ د قومي سلامتيا كمېټۍ د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان به د ترهګرۍ په ضد په ټولو محاذونو په جنګ كښې خپل بشپړه كردار روان ساتي