شنګھائي كښې د سوريې په مسئله نړيوال سيمينار

شنګھائي 14 مئي (اے پي پي) د چين شنګھائي ښار كښې ” د سوريې د مسئلې هوارې او سباؤن” په سرخط نړيوال سيمينار وشو۔ د چائينه راديو ترمخه سيمينار كښې د چين ٬ شام ٬ مصر ٬ سعودي عرب ٬ ايران ٬ تركي ٬ امريكا او برطانيه په شمول د يو شمېر هېوادونو د 20 څخه زيات پوهان او سكالران او د ملګرو ملتونو خاص استازي ګډون وكړو۔ د سوريې په مسئله د چين خاص استازي شېے شياؤيان خپل خطاب كښې ووئيل چين دا ګڼي چې سياسي حل د سوريه مسئلې يواځنې حل دے۔ د سوريه د خپلواكه حكومت او سيمه ايز سالميت بايد تحفظ او احترام وكړې شي۔ ده ووئيل د سوريه د سباؤن پرېكړې اختيار بايد د سوريه اولس ته وركړې شي۔ ملګري ملتونه دې هم د سوريه مسئلې حل كښې د مصالحت كردار ترسره كړي۔ ده زياته كړه چې چين به نړيوالې ورورولۍ سره د سوريه مسئلې مناسب حل له وړاندې تللو له خپل خذمات ترسره كوي۔