بيجنګ 13 مئي (اے پي پي) چين اېران سره د سياسي او اقتصادي اړيكو جاري ساتلو اعلان وكړو۔ د چين د خارجه وزارت وياند ګنګ شوانګ د چين په پايه تخت بيجنګ كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كوكو په مهال ووئيل چې د اېران د اتومي تړون څخه د اولس ټرمپ جلا كېدو سره به هم مونږ اېران سره سياسي او اقتصادي اړيكې روانې ساتو۔ ده ووئيل چې اېران …
چين اېران سره د سياسي او اقتصادي اړيكو جاري ساتلو اعلان وكړو

مزید خبریں
بيجنګ 13 مئي (اے پي پي) چين اېران سره د سياسي او اقتصادي اړيكو جاري ساتلو اعلان وكړو۔ د چين د خارجه وزارت وياند ګنګ شوانګ د چين په پايه تخت بيجنګ كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كوكو په مهال ووئيل چې د اېران د اتومي تړون څخه د اولس ټرمپ جلا كېدو سره به هم مونږ اېران سره سياسي او اقتصادي اړيكې روانې ساتو۔ ده ووئيل چې اېران او چين به د نړيوالو قوانينو د فرېم ورك له مخې دوه اړخيزه سياسي او اقتصادي اړيكې روانې ساتي۔ شوانګ د اسرائيلي حكومت لخوا په سوريه د اوسني توغندي بريد حواله وركولو سره ووئيل چې مونږ د ټولو هېوادونو نه په سيمه كښې امن او سلامتيا لپاره د صبر او زغم نه د كار اخستلو غوښتنه كوو۔











